د لاس رسي وړ اتصالات

سره صلیب د افغانستان د روغتونونو په اړه اندېښنه ښودلې


سره صلیب د افغانستان د روغتونونو په اړه اندېښنه ښودلې
سره صلیب د افغانستان د روغتونونو په اړه اندېښنه ښودلې

د سره صلیب بین المللی کمیټه وايي د افغانستان په جنګ ځپلو سیمو کې کافي روغتیايي مرکزونه نشته.

د جنوبي آسیا لپاره ددغې کمیټې دعملیاتو رئیس جاکس ده مائیو پرون د دوشنبې په ورځ په ژینو کې خبریالانوته وویل، د جنګ په علت ډیر سیمه ایزه کلینکونه تړل شویدي او د کارکونکو په کورونو حملې کیږي یا ډارول کیږي.

د سره صلیب کمیټه وايي، په سرکونو کې ماینونه ایښودل شوي دي یا پاټکونه پکې اچول شویدي ځکه نو روغتونونو ته د ناروغانواو زخمیانو په رسولو کې د خلکو د ډیر ځنډ سره مخامخ کیږي. برسیره پردی په کلیوالو سیمو اکثره افغانان دعلاج لپاره روغتون ته د ناروغ د رسولو توان نلري.

دغه کمیټې وايي، د افغانستان دشمال په ځینو برخو کې د تیر کال په مقایسه د بې کوره شویو خلکو شمیر څه دپاسه څلویښت فیصده زیات شویدی ځکه چې خلک د خونديتوب احساس نه کوي او ډارول کیږي چې په جنګ کې خوا نیولې ده.

XS
SM
MD
LG