د لاس رسي وړ اتصالات

مارک میلي: طالبانو سره به توافق د شرایطو په اساس وي


Esper Milley
Esper Milley

د امریکا جګپوړي پوځي چارواکي وايي طالبانو سره هر ډول توافق د شرایطو پر اساس کیږي.

دفاع وزیر مارک اسپر او لوی درستیز مارک میلي د چهارشنبې په ورځ (فبرورۍ ۲۶) د استازو مجلس د وسله والې کمیټې استماعیه غونډې ته وویل چې د تاوتریخوالي د کمیدو اونۍ ښه پرمخ ځي.

دغه دوه امریکايي پوځي چارواکي وايي لوی هدف دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي.

لوی درستیز مارک میلي وايي: "که طالبان د تاوتریخوالو له کمیدو سره موافقه ونکړي نو زه فکر کوم موږ به په بل موقعیت کې واوسو. خو تر نن ورځې پورې هر څه ښه معلومیږي، وبه ګورو ځکه هر څه د شرایطو پر اساس دي او موږ وضعیت ګام په ګام هره ورځ او اوونۍ څارو."

د دفاع وزیر ښاغلي اسپر د یو شمیر سناتورانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکا او طالبانو ترمنځ په کیدونکي توافق کې څه پټ هم شته وویل، تر اوسه یې داسې څه لیدلي نه دي. ښاغلی اسپر زیاته کړه: "معیار دا دی چې افغانستان هیڅکله پر امریکا د برید په هدف د ترهګرو په خوندي پټنځای بیا بدل نشی او هر څه د شرایطو پر اساس دي او موږ یې مخه نیولی شو."

مارک میلي: طالبانو سره توافق د شرایطو په اساس دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

په داسې حال کې چې ټاکل شوېده د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د شنبې په ورځ (فبرورۍ ۲۹) لاسلیک شي، خو معلومه نده چې دغه تړون مشخصآ د کومو کسانو له خوا لاسلیک کیږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاس لیک وروسته به ډیر ژر د افغانستان د حکومت په گډون "بین الافغاني" خبرې پیل شي.

XS
SM
MD
LG