د لاس رسي وړ اتصالات

بلاروس کې د روسي عسکرو د پاتې کېدو او ولسمشر د مودې غځېدو په اړه ټولپوښتنه


د بیلاروس جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو په ټولپوښتنې کې برخه واخیسته.
د بیلاروس جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو په ټولپوښتنې کې برخه واخیسته.

په بیلاروس کې په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د یکشنبې په ورځ فبروري ۲۷ ټولپوښته یا ریفرنډم وشو.

په اساسي قانون کې دا تعدیل پدې خاطر کیږي چې له یوې خوا دې هیواد ته اجازه ورکړل شي چې د تل لپاره د روسي ځواکونو او اتومي وسلو کوربه وي او له بلې خوا د اوسني جمهور رئیس الکازندر لوکاشینکو د واکمنۍ دوره هم تمدیده کړي.

د روسیې خبري اژانسونو د بیلاروس د انتخاباتو د مرکزي کمیسیون مشر ایګور کارپینکو له قوله ویلي چې په ټولپوښتنې کې ۶۵.۱ په سلو کې رایی ورکونو په اساسي قانون کې د تعدیل په طرفدارۍ او ۱۰.۷ په سلو کې په مخالفت رایې ورکړي.

ښاغلي کارپینکو همدرانګه ویلي چې د بیلاروس ۷۸.۶۳ په سلو کې وګړو پدې انتخاباتو کې برخه اخیستې وه خو کومې نړیوالې او یا خپلواکې ادارې دا ارقام ندي تائید کړي.
د بیلاروس د قوانینو له مخې په اساسي قانون کې د هر ډول تعدیل لپاره باید لږ تر لږه ۵۰ په سلو کې رایه ورکوونکي په طرفدارۍ رایې ورکړي او د ټول نفوس نیمیايي برخه باید پکې برخه واخلي.

په بیلاروس کې دا انتخابات پداسې حال کې کیږي چې په ګاونډي هیواد یوکراین کې روسیې یرغل کړی او ټاکل شوې چې د روسیې او اوکراین چارواکي د بیلاروس په سرحد کې خبرې وکړي.

الکزاندر لوکاشینکو ۶۷ کلن دی او د ۱۹۹۴ کال راپدیخوا په بیلاروس کې واکمني لري.

په اساسي قانون کې د تعدیل په راوستلو سره ښاغلی لوکاشینکو د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په نقش قدم روانیږي ځکه هغه هم په ۲۰۲۰ کال په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره ریفرنډم وکړ او دا یې ځانته ممکنه کړه چې تر ۲۰۳۶ کاله پورې په واک کې پاتې شي.

د بیلاروس په اساسي قانون کې د تعدیل له کبله به یو جمهور رئیس یوازې دوه دورې واک وکړی شي او هره دوره به یې پنځه کاله وي خو دا قانون په هغو کسانو تطبیق کیږي چې تر الکزاندر لوکاشینکو وروسته جمهور رئیس ټاکل کیږي.

پدې معنی چې که ښاغلی لوکاشینکو په ۲۰۲۵ کال کې د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړي او انتخابات وګټي، کولی شي چې ۱۰ کاله نور هم د هیواد جمهور رئیس وي.

XS
SM
MD
LG