د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۵زره افغان چارواکو شتمنۍ ثبت شوي دي


د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او څېړنې اداره وايي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغان دولت ۱۵زره جیګ‌پوړو او په شرایطو برابر مامورینو خپلې شتمنۍ ثبت کړي دي.

د شتمنۍ د ثبت او څیړنې ادارې رئیسې ناهید ایثار د شنبې په ورځ د دغې ادارې د شپږ میاشتني ریپوټ د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د حکومتي چارواکو شتمنۍ لومړۍ ثبت، ورپسې نشر او بیا څیړل کیږي.

آغلې ایثار زیاته کړه "موږ له نیکه مرغه د لومړي ځل لپاره په شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۵زره فورمې ثبتې کړې دي، د ټولو عالي رتبه چارواکو فورمې ثبت شوي دي او د یو شمیر کارکوونکو فورمې پاتې دي، کابل په ټوله کې پای ته رسیدلی دی، په کابل کې په شرایطو د برابرو کارکوونکو د شتمنیو ثبتول پای ته رسیدلي دي، د ولایتونو په کچه او له هیواد څخه بهر لکه سفیران او یا په شرایطو برابر کسان د غړیتوب او ځینو امنیتي ستونزو له امله، موږ ته یو اندازه کم رسیدلي دي، خو په ټوله کې د ثبت پړاو پای ته رسیدلی دی".

د هغه پر وینا، تر اوسه د ۳۵۰ دولتي چارواکو د شتمنیو فورمې نشر شوي دي.

د افغانستان د چارو ادارې په خپل ویب‌سایټ کې د یو شمیر لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنیو په اړه معلومات نشر کړي، چې د ولسمشر محمداشرف غني او د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سرور دانش په ګډون، د چارو ادارې د ټولو کارکوونکو، د اجرائیه ریاست د مرستیالانو، ۱۲ والیانو، د کابینې غړو او د وزارتونو مرستیالانو، د خپلواکو ادارو او کمیسیونونو رئیسانو او د یو شمیر نورو چارواکو نومونه په کې شامل دي.

په دغه نوم‌لړ کې د ښاغلي غني نقدي شتمنۍ ۳۲۰ میلیونه افغانۍ او د ښاغلي دانش ۶۰زره امریکايي ډالر ثبت شوي دي.

خو د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د جمهوري ریاست دویم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د شتمنیو په اړه په کې معلومات نه دي نشر شوي.

د شتمنۍ د ثبت او څیړنې اداره ۹ کاله مخکې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې په چوکاټ کې جوړه شوې، خو دغه اداره شاخوا شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې په تشکیلاتو کې ورګډه شوه.

د قانون له مخې دغه اداره مکلفه ده، ترڅو د ټولو لوړپوړو دولتي کارکوونکو شتمنۍ، د هغوی د کار له پیل څخه د خدمت دورې تر پایه پورې، ثبت او نشر کړي.

د افغانستان حکومت وايي، چې دغه اقدام د فساد او د عامه شتمنیو د لوټولو د مخنیوي، د خلکو، مدني ټولنې او دولت ترمنځ د نظارتي جوړښتونو د رامنځ ته کولو او د باور فضا جوړولو په موخه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG