د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو بریدونو د مخنیوي لپاره د موټرو او چلونکو ثبت او بایومتریک


افغان حکومت له موټرو څخه د ناوړې استفادې په ځانګړې توګه د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي لپاره پر نویو لارو چارو غور کوي.
افغان حکومت له موټرو څخه د ناوړې استفادې په ځانګړې توګه د ځانمرګو بریدونو د مخنیوي لپاره پر نویو لارو چارو غور کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پریکړه کړې، چې د ځانمرګو بریدونو او له موټرو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره، وسایط ثبت او مالکان یې بایومتریک کړي.

د ملي امنیت شورا د سې‌شنبې ورځې په غونډه کې، د وسایطو د ثبت او راجستر پر طرزالعمل (د بې اسنادو وسایطو په ګډون) او د موټرو د مالکانو پر بایومتریک بحث وکړ او دغه سند یې په پرنسیپ کې تائید کړ.

له دغې شورا څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سند د اړوندو ادارو په همغږۍ د ملي امنیت شورا له خوا ترتیب شوی او په ټولو وسایطو باندې د تطبیق وړ دی.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي "دغه سند امنیتي ادارو ته واک ورکوي چې له قید او شرط پرته متصرفین مکلف کړي چې خپل وسایط راجستر او مالکان یې بایومتریک کړي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د دغه سند تطبیق به په جرمي مسایلو کې د وسایطو د مالکانو په پیژندلو کې مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو، په تخنیکي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ملي امنیت شورا دفتر ته دنده سپارلې، چې په دې برخه کې په دوو اونیو کې تطبیقي او اجرايي پلان ترتیب کړي.

افغان حکومت په داسې حال کې د وسایطو د ثبت او د هغو د مالکانو د بایومتریک لپاره لاس په کار شوی، چې د دولت وسله‌وال مخالفین په اکثرو مواردو کې له موټرو څخه په استفادې پر دولتي بنسټونو بریدونه کوي.

تیر لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۶ د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې، سږ کال د حمل میاشتې په ۳۱ د پُل محمود خان په سیمه کې او دغه راز، په دې وروستیو کې د افغانستان سترې محکمې ته نږدې، د موټربم خونړي بریدونه ترسره شول، چې په کې لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG