د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نا امنیو مذهبي ازادي نیمګړې کړې- راپور


په کابل کې د باقر العلوم په نامه جومات
په کابل کې د باقر العلوم په نامه جومات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په اړه په خپل تازه کلني رپوټ کې د افغانستان په هکله لیکلي دي چې پدې هیواد کې ناامني تر ډیره حده ددې سبب شوې چې مذهبي ازادي نیمگړې شي.

په رپوټ کې چې، د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۸) خپور شو، راغلي دي چې په افغانستان کې د شیعه لږکیو په ټولینز او اقتصادي ژوند کې د مثبتو بدلونونو سره سره ددغې ټولنې د غړو پر وړاندې په ٢٠١٧ کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش له لورې بریدونو دوام درلود.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په ٢٠١٧ کې د ٢٠١٦ کال په پرتله په افغانستان کې یو شمیر هغه مذهبي مشران وژل شوي چې د سخت دریځو پر ضد مبارزه کوله او د مختلفو مذهبي ډلو ترمنځ د وحدت هڅه کوله.

له بلې خوا په افغانستان کې د غیر اسلامي مذهبي ټولنو لکه هندوانو، سیکانو او عیسویانو وضیعت تغییر ندی کړی او لا هم د نابودۍ له گواښ سره مخامخ دي. ددغه گروپ وگړي نشي کولای چې په ښکاره خپل دیني، مذهبي او کلتوري مناسک پر ځای کړي.

په رپوټ کې ویل شوي سره لدې چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین د مذهبي ازادۍ نړیوالو نورمونو او اساساتو ته درناوي کوي، خو بیا هم د مذهبي آزادیو د ٢٠١٨ کال په رپوټ کې دا هیواد په نړیواله کچه په دوهم گروپ راغلی دی.

له بلې خوا په رپوټ کې ویل شوي چې په ٢٠١٧ کې مذهبي ازادۍ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې له گواښ سره مخامخ وې. رپوټ وایي دغه وضعیت په نړۍ کې استبدادي چلند قوی کړی چې له وجې یې د عقایدو توپیر، پلورالیزم، ازادې رسنۍ او فعالې مدني ټولنې له گواښ سره مخامخ شوي دي.

رپوټ په برما کې د روهینگیایي مسلمانانو وژنو او زورونو ته هم اشاره کړې ده.

پدې توگه برما، د مرکزي افریقا جمهوریت، چین، ایریتریا، ایران، نایجریا، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، سوډان، سوریه، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، ویتنام د امریکا د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په ٢٠١٧ کې د ډیرې اندیښنې وړ هیوادونو په لست کې شامل شوي.

افغانستان، اذربایجان، بحرین، کیوبا، مصر، هند، اندونیزیا، عراق، قزاقستان، لاوس، مالیزیا او ترکیه په دوهم گروپ کې شامل دي.

همداشان په رپوټ کې ویل شوي چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډله یا داعش، په افغانستان کې طالبان، په سومالیا کې الشباب د ترهگرو او سخت دریځو ډلو په حیث پیژمدل شوي چې مذهبي ازادۍ او بشري حقونه گواښي.

XS
SM
MD
LG