د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: میرمنو ته د هغوي حقونه ورکول ډیرې ستونزې ختموي


دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د میرمنو د حقونو لپاره دا ډول غونډه جوړیږي.
دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د میرمنو د حقونو لپاره دا ډول غونډه جوړیږي.

په کندهار کې د جنوب د څلورو ولایتونو لس ګونه دیني عالمانو د میرمنو حقونو د خوندیتوب په یوې غونډې کې ویلي دي چې میرمنو ته دې د اسلام له نظره د هغوي حقونه ورکړل شي.

دا پروګرام د حج او اوقافو وزارت د ښځو د تعلیم په برخې کې د موجوده خنډونو د لرې کولو په لپاره جوړ شوی و.د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت مسئولین وايي چې د منبر او محراب له لاري غواړي چې د اسلام له نظره د ښځینه وو د حقونو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.

د کندهار د ښځو چارو ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي تر ۲ سوه زیاتي قضيې لري چې پنځه په کې د وژنې پېښي دي.

د تعلیم له حق څخه محرومیت او په ټيټ عمر کې ودونه دوې هغه عمده ستونزي دي چې پدې ولایت کې يې ښځینه فعالاني د ډېر اندېښنې وړ ګڼي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د دينی چارو رئیس قاضي محمد صابر وايي " که د اسلام له نظره د ښځو حقونو ته درناوی وشي په افغاني ټولنه کې د ډيرو ستونزو مخه نیول کیدای شي."

ښځینه فعالاني د ښځینه حقونو د خوندیتوب په لار کې د دیني عالمانو دغه ډول هڅو د زیات والي غوښتنه کوي.

په کندهار کې ښځینه وکیله ګل مکی وايي چې لویوه ستونزه په ټولنه کې نا خبري ده چې پدې اړه دیني عالمان ډير اغیزناک رول تر سره کولای شي.

د کندهار د حج او اوقافو ریس قاضي محمد عمر وايي چې له دې لاري دوی غواړي چې د ولسوالیو او کلیوالي سیمو دینی عالمان د ښځینه حقونو د خوندیتوب په هڅو کې وندي اخیستلو ته وهڅوي.

دوې اونۍ وړاندي د جنوب د څلورو ولایتونو د ښځو د ژوند د سطحي او په ټولنه کې د دوی د رول د پیاوړتیا لپاره په کندهار کې درې ورځنۍ سپوزیم هم تر سره شو.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې د ښځینه حقونو د خوندیتوب په لار کې هڅي د افغان حکومت دهغه تعهد پر ځای کول دي چې د ښځو د حضور د زیات والي لپاره يې کړی.

ښځینه فعالاني په جنوبي سیمو کې بې سوادي او غربت د میرمنو په ژوند کې د دوو سترو اساسي ستونزو په توګه یادوي.

XS
SM
MD
LG