د لاس رسي وړ اتصالات

د علماو شورا په روژه کې د طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه


په افغانستان کې د تیرې اونۍ خونړیو پېښو ته په کتو سره افغان دیني عالمان وایي وسلواله مخالفین دې لږ تر لږه په روژې میاشت کې سوله وکړي.

نن دوشنبه د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده. د روژې نه یوه ورځ وړاندې او دا تېرې دوه - درې اوونۍ د افغانستان په گوټ گوټ کې بیلابیل خونړي بریدونه شوي.

د دولت د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي او د طالبانو جگړې نور هم زور اخیستی.

د لوګر تر پېښې وروسته تېر ماذدیګر د پارلمان غړی شیرولي وردګ ووژل شو او د روژې په لومړۍ ورځ د شیرولي وردګ کورنۍ د هغه د غم په ټغر ناست دي.

نن د شیرولي وردګ خواخوږي را غونډ شوي وو او دا یو پيغام یې ورکاوه چې نور جنګ بس دی، که نور نه وي نو په روژه کې دې جګړه ودرول شي

د کابل په ځینو مدرسو او مسجدونو کې د روژې لپاره همدا غږ پورته کیږي، چې روانه جګړه غیرمشروع، له شریعت سره په ټکر کې ده او د دې جګړې درول په کار دي.

د کابل ښار د حضرت سلیمان د مدرسې عالم مولوي حقاني وایي، "د مسلمان وژل ناروا دي، په افغانستان کې دا جګړه هیڅ دیني صبغه نه لري او باید ودرول شي".

د دې مدرسې دا عالم وايي، "په روژه کې د مسلمانانو لپاره تقواء په کار ده. ښاغلی حقاني وایي، د روژې په میاشت کې د جګړو په ځای باید عبادت ته مخه شي."

د دې ترڅنگ د علماوو شورا په وسله والو طالبانو غږ کوي، چې د روژې احترام دې وکړي، حملې دې بندې کړي او د روژې په میاشت کې دې نورو بریدونو ته دوام نه ورکوي.

کابل ښاریان چې د ځانمرګو بریدونو شاهدان دي، وايي که دایمي سوله نه وي په موقته سوله دې سلا شي.

د سږ کال روژه په افغانستان کې د جنګ له فصل سره مصادفه ده، روژه چې په دیني لحاظ د عبادتونو میاشت ده، په افغانستان کې د جګړو او روان تاوتریخوالي له امله پکې لا هم خونړۍ وي او هیڅ لوری د دې میاشتې لپاره جګړه نه دروي.

XS
SM
MD
LG