د لاس رسي وړ اتصالات

حقانیه مدرسې ته د بودجې تخصیص ارزول کیږي


د دارالعلوم حقاني مدرسه د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو سره په اړیکو درلودلو مشهوره ده
د دارالعلوم حقاني مدرسه د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو سره په اړیکو درلودلو مشهوره ده

د څو اونیو راهیسې سختو انتقادونو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت مشران دې ته اړ کړ چې د دارالعلوم حقاني مدرسې ته د درې میلیونو ډالرو مرستې په ورکولو بیا غور وکړي.

د حقانیه دارالعلوم چې د افغانستان سره په پوله په خیبر پښتونخوا ایالت کې دی او مشري یې پخوانی سناتور سمیع الحق کوي، زیاد شمیر منتقدین یې د "جهاد پوهنتون" بولي.

دا مدرسه شاو خوا ۴٠٠٠ شاگردان لري او د افغان طالبانو زیات شمیر مشرانو په همدې مدرسه کې دیني زده کړې کړې دي. داسې باور شته چې د طالبانو پخوانیو مشرانو ملاعمر او ملا منصور او د حقاني شبکې بنسټ ایښوونکي جلال الدین حقاني هم ده دغې مدرسه کې زده کړې کړې دي. له همدې وجې سمیع الحق ته د "طالبانو د پلار" لقب ورکړل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف واکمن گوند په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د ترهگرۍ ضد جگړې د سختو منتقدینو څخه دی او په همدې خاطر عمران خان

د قبائیلي سیمو د ځوانانو په منځ کې محبوبیت لري. په داسې حال کې چې د دې ایالت وزیران دغې مدرسې ته د مالي مرستو د ورکړې دفاع کوي، پخپله عمران خان ددې تصمیم څخه ځان گوښه کړی دی.

عمران خان د امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي دي چې د حقانیه مدرسې ته د بودجې د تخصیص په هکله د رسنیو له لارې خبر شوی دی. هغه وویل چې ایالتي وزیرانو پرته له دې چې موضوع له ده سره مطرح کړي دغه تصمیم یې نیولی دی. خو ښاغلی خان وایي چې د ایالتي مقاماتو څخه یې ددې تصمیم د نیولو توجیه غوښتې ده.

د پاکستان د اساسي قانون په بنسټ د یو گوند مشر ددې صلاحیت لري چې که چیری سیمه ییز اجرائیوي مقامات د گوندي پالیسۍ پر ضد عمل وکړي کولای شي چې هغوی له کاره گوښه کړي.

حقانیه د هغو مدرسو له ډلې څخه وه چې د پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو د ١٩٨٠ لسیزې په اوږدو کې له هغې نه د شوروي اتحاد د سره لښکر پر ضد د جگړې لپاره جهادي جنگیالي افغانستان ته استول.

ددې مدرسې زیات شمیر فارغان د طالبانو لیکو ته ورځي. په دې خاطر اکثر پاکستاني سیاستوال استدلال کوي چې ولی دومره زیاتې پیسې دغې سخت دریځه مدرسې ته ورکول کیږي، په داسې حال کې چې زیات شمیر نور معتدل بنسټونه شته چې ددې ډول پیسو له ورکړې څخه محروم دي.

عمرا خان چې د پاکستان د دیني مدرسو د درسي نصاب بیا تنظمول یې غوښتي دي د امریکا غږ ته وویل چې همدا اوس د قبائیلي سیمو د فقیرو او نادارو کورنیو دوه میلیونه او دوه سوه زره ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان چې خصوصي او دولتي ښوونځیو ته د تللو وس نه لري په دغو مدرسو کې عصري علوم زده کوي چې کسب کمال زده کړي او دندې پیدا کاندي.

د پاکستان سیاسي کارپوهان د حقانیه مدرسې ته د بودجې تخصیص د سیاسي انگیزو زیږنده گڼي چې کیدای شي د ترهگرۍ پر ضد مبارزې هڅې ناکامې کړي.

سیاسي کارپوه زاهد حسین وایي چې دا ډول اقدامات "سیاسي رشوت" دی او د ترهگرۍ پر ضد جگړې لاسته راوړنې یې سرچپه کولای شي.

د پاکستان په سرتاسري انتخاباتو کې دیني گوندونو له ډیرې مودې راهیسې مبارزه کړې ده او په مشکل سره توانیدلي دي چې د پارلمان څو محدودې څوکۍ وگټي. خو د خیبرپښتونخوا په څیر په محافظه کارو سیمو کې دیني محافظه کاران لا هم په د پام وړ سیاسي نفوذ لري.

XS
SM
MD
LG