د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۸۴۰ زره افغانان چې امریکا کې د بیا میشت کیدو غوښتنه یې کړې، لا هم افغانستان کې دي - راپور


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت عمومي مفتش په یو تازه راپور کې چې پنجشنبه اګست ۳۱ (وږي ۹) خپور شوی ویلي چې څه باندې ۸۴۰ زره افغانان چې په امریکا کې د بیا میشت کیدو پروګرام لپاره یې درخواستۍ ورکړي، لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د وزارت پدې راپور کې د امریکا هغه پروګرام کې د ستونزو یادونه شوې چې هدف یې متحده ایالاتو ته د هغو افغانانو راوستل دي چې په تیرو شلو کالونو کې یې د امریکا د حکومت سره مرسته کړې.

سره لدې چې د ځانګړي مفتش پدې راپور کې د هغو اقداماتو یادونه شوې چې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو ویزو طی مراحلو لارو چارو بهتره کیدو لپاره کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د دوه کاله تیریدو راهیسې لا هم پدې برخې کې ستونزې شته دي.

د متحده ایالاتو حکومت د ځانګړو ویزو (SIV) دا پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل کړ خو انتقاد کوونکي وایي چې ددې ویزو بهیر خورا ورو روان دی او له همدې کبله ګڼ شمیر متقاضیان د خطر سره مخ شوي او نه پوهیږي چې څه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي مفتش په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته د ځانګړو ویزو د متقاضیانو شمیر څو چنده ډیر شوی.

پدې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر تر میاشتې ددې ویزو د متقاضیانو شمیر د ۳۰ زرو څخه هم کم و خو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې بیا د دې کسانو شمیر ۱۵۵ زرو ته ورسید.

پدې ارقامو کې یوازې درخواست کوونکي شامل دي او د کورنۍ غړي یې ندي شامل چې کولی شي د اصلي درخواست کوونکي سره په متحده ایالاتو کې بیا میشت کیدلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل تر میاشتې په افغانستان کې د ځانګړو ویزو متقاضیانو او کورنیو غړیو شمیر چې د دې ویزو لپاره یې فورمې ډکې کړي، ۸۴۰،۰۰۰ ته رسیږي.

د دې ویزو لپاره ټول متقاضیان نه منل کیږي او د بهرنیو چارو وزارت ویلي پنځوس په سلو کې متقاضیان چې درخواستۍ یې ورکړي، د دې ویزو لپاره شرایط نه پوره کوي.

وزارت همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري میاشتې راهیسې چې جمهور رئیس جو بایډن واک ته رسیدلی، تر اوسه یې نږدې ۳۴ زره متقاضیانو او د هغوي د کورنیو غړیو ته ویزې ورکړیدي چې د تیرو څو کالونو په پرتله پکې د پام وړ ډیروالی راغلی.

د بهرنیو چارو په وزارت کې دا هم ویل شوي چې د دې ویزو د طی مراحلو لپاره یې لا ډیر مامورین استخدام کړي او د دفاع وزارت سره په ګډه یې د متقاضیانو د کاري سابقي معلومولو لپاره همغږي ډیره کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG