د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د بغداد په لویدیځ کې ۱۱ تنه وژلي


د فرانسې خبري اژانس د عراق د روغتیایي منابعو د معلوماتو په اساس ویلي چې د بغداد په لویدیځ کې د حکومت د ملاتړو قومي قواو په یو مرکز باندې د اسلامي دولت د ډلې (داعش) په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي.

د یکشنبې په ماښام جهادیانو د عراق هوایي ډګر ته نژدې په الرضدوانه سیمه کې په میشتو الحشد الشعبي قومي قواو باندې ډزې کړي او لاسي بمونه یې پرې ګزار کړي دي.

یوې امنیتي منبع ویلي دي چې داعش ددې اډې د څار په برج حمله کړې او د الحشد الشعبي قواو پنځه تنه او همداشان شپږ محلي کسان یې وژلي دي چې ددې قواو سره د مرستې لپاره راغلي وو.

یوې روغتیایي منبع دای اف بي اژانس ته تائید کړې ده چې اته تنه ټپیان د بغداد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

داعش تر اوسه ددې پیښې مسولیت ندی منلی.

داعش په ۲۰۱۴ کې د عراق په درېیمه برخه واکمن و او ددې هیواد په شمال او لویدیځ کې یې څو ښارونه نیولي وو او د بغداد دروازو ته رسیدلی و.

د امریکا د متحده یاالاتو په مشرۍ ایتلاف په ملاتړ د درې کلنې سختې جګړې په نتیجه کې عراق د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې د داعش ماتول او له منځه وړل اعلان کړل.

په روان کال کې نړیوال ایتلاف تر ډیره حده خپل ځواکونه وویستل او پاتې قواوی د عین الاسد او اربیل په ګډون د بغداد په دریو عمده اډو کې ځای پر ځای شوي.

له بلې خوا د داعش پاتې شونو پر امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو باندې خپلو غلچکیو بریدونو ته دوام ورکړی، خو بغداد ته نژدې د دومره تلفاتو سره د داعش دا ډول برید پدې وروستیو کې بیساری دی.

XS
SM
MD
LG