د لاس رسي وړ اتصالات

ناامنیو د کجکي بند انجینران د سیمې پرېښودو ته اړ کړي


له تیرې یوې میاشتې را په دیخوا په هلمند کې بیا جګړې پراخه شوي دي
له تیرې یوې میاشتې را په دیخوا په هلمند کې بیا جګړې پراخه شوي دي

د هلمند د کجکي د برېښنا د دریم توربین د نصبولو په پروژه کې یو شمیر بهرني انجینران په کار بوخت وو خو اوس د جګړې له امله د سیمې پریښودو ته اړ شوي دي.

د هلمند ولایت اوسیدونکي وايي، په دغه پروژه کې چینايي او ځینې نور بهرني انجینران په دندو بوخت وو چې اوسمهال نه لیدل کیږي.

خو د هلمند د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل امریکا غږ ته وویل چې د کجکي د بند په پروژه کي د سېونټي سېون ٧٧ په نوم یوه تُرکي کمپنۍ او په همدې توګه یوه امریکايي کمپنۍ په کار بوخته ده چي د تخنیکي انجینرانو د امنیت د ټینګولو مسئولیت هم تر ډیره د هغوی په غاړه دی. نوموړي زیاته کړه چې د انجینرانو د وتلو په اړه معلومات نلري.

په هلمند کې امنیتي سرچینې وايي چې کجکي ولسوالۍ ته د نړیوالو قواو د پریکنده ملاتړ د ماموریت سرتیري هم سیمې ته رسیدلي دي. خو دا راپورونه لا کومې خپلواکي سرچینې نه دي تائید کړی.

په سیمه کې یو شمیر اوسیدنکو امریکا غږ ته وویل چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونه یوازې د کجکي ولسوالۍ پر مرکز او د کجکی پر بند کنټرول لري او د دې ولسوالۍ پاتې برخې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

دوه ورځې وړاندې طالبانو په یو بیان کې د کجکي د ولسوالۍ د بازار او د پولیسو د یو ماموریت د نیولو ادعا کړې وه.

د بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې افغان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د موسی قلعه ولسوالۍ د مخالفو وسله والو تصفیه کړې ده.

وسله والو طالبانو د موسی قلعه د ولسوالۍ د جګړې په اړه رسنیو ته څه ندي ويلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG