د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکي د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتل پلټي


د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو چې دا ځل پدې مجلس کې اکثریت هم دي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راوتلو په هکله پلټنې پیل کړي.

د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال جمعه جنوري ۱۳ ( مرغومي۲۳) ویلي چې ددې پلټنو لپاره یې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین څخه په کتبي توګه د استخباراتي ارزیابیو او د طالبانو سره د اړیکو په هکله د اسنادو غوښتنه کړې.

ښاغلی مک کال چې ډیر وخت ددې کمیټې غړی و، تیر کال د نومبر میاشتې د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې اکثریت وګاټه، دی اوس ددې کمیټې مشر دی.

د استاوز مجلس دې غړي د جمهور رئیس جو بایډن په حکومت انتقاد وکړ چې په پرله پسې توګه یې د څارنې او ارزیابۍ په خاطر د اسنادو د ورکړې څخه انکار کړی او د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راوتلو په هکله معلومات نه ورکوي.

د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر خبرداری ورکړ که د جمهور رئیس جو بایډن اداره د پلټنو او ارزیابۍ لپاره معلومات ورنکړي، دا کمیټه به د "اجباري پروسې" په ګډون د یو شمیر صلاحیتونو څخه چې دا کمیټه یې لري، کار واخلي تر څو اړوند اسناد او معلومات تر لاسه کړي.

دا لومړی ځل ندی چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د افغانستان څخه د سر تیرو د را وتلو په هکله د معلوماتو په نه ورکولو تورنیږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش یا د سیګار د دفتر مشر جان سوپکو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارت په ګډون ګڼ شمیر فدرالي ادارې ورسره د معلوماتو شریکولو په برخې کې پوره همکاري نکوي.

د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر غواړي د هغو شاوخوا ۱.۱ ملیارد ډالرو په هکله پلټنې وکړي چې د جمهور رئیس جو بایډن ادارې ویلي په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو راپدیخوا یې د افغان ولس سره د ملاتړ لپاره لګولي دي.

ښاغلي سوپکو په خپل راپور کې همدارانګه شکایت کړی و چې دفتر یې د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو د ګڼ شمیر ادارو د نه همکارۍ له کبله نشي کولای چې پدې ربع کې کانګریس او د امریکا ولس ته د حکومت د لګښتونو په هکله راپور ورکړي.

خو جمهوري غوښتونکو ویلي سره لدې چې د بایډن حکومت د سیګار د څارنې سره مخالفت لري خو بیا یې هم ټینګار کړی چې د قانون له مخې د جان سوپکو په مشرۍ دفتر ته باید د پلټنو لپاره مواد برابر کړل شي.

XS
SM
MD
LG