د لاس رسي وړ اتصالات

ورزش د ملا درد کموي


څېړنه وايي ورزش د ملا د درد یوازینی علاج دی
څېړنه وايي ورزش د ملا د درد یوازینی علاج دی

د یوې نوې طبي څېړنې له مخې هغه کسان چې ورزش کوي یا د ملا درد نلري او که پیدا یې هم کړي، ورزش یې کموي.

څېړنه وایي هغه خلک چې ورزش کوي د هغو خلکو په پرتله ۳۳فیصده کم د ملا په درد اخته کیږي چې ورزش نکوي. همدغه راز ۳۸ فیصده ورزشکاران د ملا د درد له کبله په پیدا کېدونکي معلولیت او دا ډول نورو ناروغیو نه اخته کیږي.

د فنلد د روغتیا د انستیتوت محقق او د دغې څېړنې لیکوال رحمان شري وایي چې په ورزش کې د ملا او خیټې حرکات د ملا درد کموي. نوموړي رویټرز ته وویل چې ورزش همدغه راز د ملا درد کموي او د ملا له درده پیدا کېدونکيو ناروغیو مخه نیسي.

په څېړنې کې له هغو معلوماتو څخه استفاده شوې چې په کې په جاپان، ډنمارک، سویډن، کاناډا، فنلډ، ایټالیا، نیوزلنډ، تایلنډ، برتانیا او امریکا کې ۴۳۱۰ خلک پوښتل شوي دي.

د امریکا د یوتا پوهنتون محققه جولي فریتز وایي نوې څېړنه دا هم په ګوته کوي چې ورزش د ملا د درد یوازینی علاج دی. دا وايي ورزش ان هغو کسانو ته هم ښه دی چې مخکې یې د ملا درد تجربه کړې وي.

په همدې حال کې د اسټرالیا د برونو ساراګیوتو یو محقق سان وايي چې ورزش اوسپورټ د انسان بدن ته په یو ډول نه یو ډول صحت او روغتیا ته ګډه کوي.

دي وايي چې هر انسان ته په کار ده چې حد اقل د اونۍ دوه یا دوه نیم ساعته ورزش وکړي.

XS
SM
MD
LG