ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه [اپرېل لومړۍ] د ایران سره شخړې په اړه ملت ته وینا وکړي. دا پداسې حال کې ده چې امریکایي چارواکي وایي د ۳۳ ورځو پوځي عملیات د "پای کرښې" ته نږدې شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لېویټ وویل چې ولسمشر ټرمپ به د چهارشنبې شپې په مهمه وینا کې چې د امریکا د ختیځې برخې په وخت د شپې په ۹:۰۰ بجو اورول کېږي، د ایران په اړه “مهم معلومات” وړاندې کړي.
د ټرمپ د ادارې چارواکو ویلي چې د امریکا پوځ "په ښه مسیر" د خپلو موخو پر لور پرمختګ کوي چې د ایران د هوايي او سمندري ځواکونو له منځه وړل، او د ترهګر رژیم د توغندیو د توغولو وړتیا او فابریکو له منځه وړل هم پکې شامل دي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې امریکا کولی شي له ایران سره جګړه "په دوو یا دریو اونیو کې" پای ته ورسوي.
هغه د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې د پوځي موخو په اړه وویل: "موږ هغوی شاته تمبولي دي. هغه څه چې موږ پرې کړي، بیا جوړول به یې ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې وخت ونیسي."
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا به ایران ته اجازه ور نه کړي چې اټومي وسلې ولري.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په شپه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د “پای کرښې” ته نږدې شوې ده.
روبیو وویل چې ایران هڅه کوله د شمالي کوریا په څېر هېواد شي "چې د سختدریځو شیعه ملايانو له خوا اداره کېږي او داسې بینالقاروي توغندي ولري چې د امریکا اصلي خاورې ته رسېدلی شي."
روبیو وویل: "که ولسمشر ټرمپ لازم ګامونه نه وای اخیستي، نو بالاخره به هغوی همدې هدف ته رسېدلي وای."
په همدې حال کې د امریکا پوځ د چهارشنبې په ورځ هم په ایران کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ وویل چې امریکایي ځواکونو په وروستیو ساعتونو کې په ایران کې تر ځمکې لاندې پوځي هدفونو باندې دقیق بریدونه کړي دي. همدارنګه ویل شوي چې امریکایي پېلوټانو د "حماسي غضب" عملیاتو د مستقیم ملاتړ لپاره له ۱۲،۰۰۰ څخه زیات جنګي پروازونه ترسره کړي دي.
فورم \ دبحث خونه