د لاس رسي وړ اتصالات

قاطع ملاتړ: کونړ لپاره د داعش امیر په هوایي برید کې وژل شوی


د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ ویلي چې د کونړ ولایت لپاره ذ ذاعش امیر د تیرې پنجشنبې په ورځ د پیچ په دره کې وژل شوی.
د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ ویلي چې د کونړ ولایت لپاره ذ ذاعش امیر د تیرې پنجشنبې په ورځ د پیچ په دره کې وژل شوی.

د قاطع ملاتړ ماموریت، په یو هوايي برید کې د کونړ ولایت لپاره د اسلامي دولت یا داعش د امیر عبدالرحمان او د هغه درې نورو ملګرو وژل تائید کړي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې میشت امریکايي او افغان ځواکونه د کونړ ولایت لپاره د اسلامي دولت یا داعش د امیر عبدالرحمان اود هغه درې ملګرو وژل تائیدوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې عبدالرحمان د تیرې پنجشنبې په ورځ د کونړ ولایت د پیچ په دره کې په یو هوایي برید کې وژل شوی دی.

په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن د عبدالرحمان وژل د داعش ډلې رهبرۍ ته د یو بل ستر زیان په توګه یاد کړی دی.

جنرال نیکولسن ویلي چې د عبدالرحمان وژلو دا وښودله چې افغانستان د تروریستانو لپاره خوندې ځای نه دی.

جنرال نیکولسن وايي " مونږ به تر هغې چې دا ډله افغانانو او سیمې ته د ګواښ د را ولاړولو توان له لاسه ورنه کړي تعقیب او په نښه کړو".

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ د وینا له مخې، عبدالرحمان نه یوازې د کونړ لپاره د دغې ډلې د امیر په توګه کارکوه، بلکې، هغه د داعش د امیر ابو سعید تر وژل کېدو وروسته د اسلامي دولت امارت ته د یو مهم کاندید په توګه هم ګڼل کېده.

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو د جولای په میاشت کې د ابو سعید د وژلو خبر تائید کړی وو.

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ وايي، چې دا ځواکونه به په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلولپاره خپل فشار ته دوام ورکړي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې تراوسه د عبدالرحمان د وژل کیدو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG