د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې له پولیسو وېره؛ یو افغان کډوال په خپل کور کې رسټورانټ جوړ کړی


د سمنګان ولايت نظام الدين بهمني، د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته څېرمه د خپل کور په لاندني پوړ کې د "اوزبيکي پلاو" په نوم دا خوړنځاى پرانیستی دی. 
د سمنګان ولايت نظام الدين بهمني، د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته څېرمه د خپل کور په لاندني پوړ کې د "اوزبيکي پلاو" په نوم دا خوړنځاى پرانیستی دی. 

يو افغان د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په خپل کور کې دننه رسټورانټ جوړ کړى او هغو افغان کډوالو ته خواړه کور ته رسوي چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو له ویرې بازارونو ته نشي تللی.

دوه میاشتې کیږي چې د سمنګان ولايت نظام الدين بهمني، د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته څېرمه د خپل کور په لاندني پوړ کې د "اوزبيکي پلاو" په نوم دا خوړنځاى پرانیستی دی.

د رسټورانټ چلوونکي وايي، دا چې ډیر شمېر افغان کډوال د پوليسو له ډاره تر خپلو کورونو پورې محدود دي، نو ځکه دوی خلکو ته د هغوی تر کورونو خواړه رسوي.

تمنا تنها چې په دې رستورانت کې دنده لري، وايي: "په لومړۍ مياشت کې پيرودنکي زيات وو خو د پاکستان له خوا د افغان وګړو پر وړاندې د سخت دريځ له کبله زموږ پيرودونکي هم کم شول نو ځکه مو ډير پام اوس خلکو ته تر کورونو د خوړو رسولو ته ګرځولى او دا خواړه د هغوی تر کورونو وړو."

د رسټورانټ مالک نظام الدين بهمني وايي، له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي او همدارنګه غواړي د افغانستان خواړه نړۍ ته ور وپیژني.

هغه امریکا غږ ته وویل: "غواړو افغاني کلتور دې ځاى [ پاکستان] ته ور وپيژنو او ورسره خپلې اقتصادي اړتياوې هم دلته پوره کړو. نو د همدې لپاره مو دا رستورانت جوړ کړ."

د اوزبیک پلاو رسټورانټ په مشتریانو کې د افغانانو ترڅنګ ځینې ځايي خلک هم شامل دي. په هغو کې یوه د راولپنډۍ اوسېدونکې شارون ده.

شارون وویل: "زه چې دلته په اول ځل راغلې وم، د دوی خواړه مې ډير خوښ شول. موږ پاکستانيان خو ترخه خواړه خوښوو خو چې کله مې دا افغاني پلاو وخوړ خوند يې ډير عالي و."

افغانه ریانا نوري چې څلور میاشتې وړاندې پاکستان ته ګډه شوې او اوس په اسلام اباد کې اوسیږي، وايي، د اوزبیک پلو په رستورانت یې د وطن مینه ماتیږي.

هغې وویل: "په دې څلورو مياشتو کې چې پاکستان ته راغلي يو... پاکستاني خواړه مو ډیر خوړلي خو افغاني خوړو ته نه رسيږي. د ازبيکي پلاو خوړو او دې چاپيريال راته د هېواد احساس راکړ."

د نظام الدين بهمني تر څنګ لسګونه افغانان چې تازه پاکستان ته کډوال شوي، د ميليونونو روپيو پانګونې سره يې په دغه هېواد کې لوى او واړه کاروبارونه پيل کړي او وايي خپل د ژوند ورځنۍ چارې په داسې حال کې پر مخ وړي چې راتلونکی یې ناڅرګند دی.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG