د لاس رسي وړ اتصالات

ریټروګرېډ یا پوځي شاتګ؛ د افغانستان په اړه نوی مستند فلم


رېټروګرېډ (Retrograde) یا پوځي شاتګ د یو تازه جوړ شوي امریکايي مستند فلم نوم دی چې د افغانستان د جګړې وروستۍ نهه میاشتې انځوروي.

فلم په هغو شپو ورځو کې جوړ شوی چې په قطر کې مذاکرات روان وو او په سنګرونو کې توده جګړه. لدې سره سره، د امریکا ولسمشر د خپلو ټولو پوځیانو د وتلو امر صادر کړی و.

د افغانستان په سویل کې د میوند قول اردو پخوانی ځوان جنرال سمیع سادات د فلم مرکزي څېره ده. په فلم کې ښکاري چې دغه جنرال تر وروستیو شېبو پورې د خپل هېواد د دفاع لپاره جګړه کوي.

په فلم کې د کابل د سقوط صحنې هم ښودل کېږي. په هوایي ډګر کې د افغانانو ګڼه ګوڼه او له هېواد څخه د وتلو لپاره د هر ډول سختیو منل د لیدونکي لپاره دردونکې تمامېږي.

ددې فلم جوړونکي متیو هنېمن د سوریې د جګړې په اړه هم یو مستند جوړ کړی دی. متیو په ۲۰۲۰ کال کې له خپلو همکارانو سره افغانستان ته لاړ او پوه شو چې امریکایي پوځیان د وتلو تکل لري.

ښاغلي هنېمن وویل: "زما موخه دا ده چې زه دا فلم د امریکا کانګرس او ولسمشر ته ښکاره کړم." هغه وايي، ددې فلم له جوړولو څخه کومه سیاسي موخه نلري.

د فلم زیاتې صحنې په هلمند کې ډکې شوې دي. دا ولایت د طالبانو اصلي مرکز او د سختو جګړو ډګر و. جنرال سادات پدې ولایت کې د ۱۵۰۰۰ پوځیانو مشري کوله. د لښکرګاه د دفاع لپاره ده پخپله جګړه کوله. لښکرګاه د اګسټ په ۱۳مه د طالبانو لاس ته ولوېده او دوه ورځې وروسته طالبان کابل ته ننوتل.

فلم د افغانستان د جګړې ټول ابعاد نه انځوروي خو په ډاګه کوي چې د جګړې اصلي قربانیان افغانان وو. تر ټولو مهمه دا چې فلم د امریکا د رهبرۍ متفاوت دريځونه په ګوته کوي. جورج بوش د افغانستان جګړه، د دومدارې آزادۍ عملیات بلل، بارک اوباما ویل چې افغانان به روښنایي وویني او ولسمشر بایډن ټینګار کاوه چې تېروتنه نه تکراروي.

د رېټروګرېد د فلم اجرایوي تولیدوونکی بکتاش احد وايي، ددې فلم تر ټولو مهمه خبره دا ده چې انساني عواطف ښکاره کوي. په ځانګړي ډول، په پای کې یې غږونه نشته خو څیرې دي چې ټوله کیسه بیانوي.

د فلم په پای کې د کابل په هوایي ډګر کې د افغانانو د تخلیې د بهیر زړه بوږنونکې صحنې ښودل شوې دي چې څنګه خلک له ډاره د خپل وطن پرېښودو ته بېړه لري.

بالاخره فلم دا نه وایي چې ناکامي د چا وه؛ د امریکا د تګلارو، د افغان پوځ د کمزوریو او که د طالبانو د سرزوریو؛ اما هغه څه چې له ورایه ښکاري دادي چې افغانستان کې تاریخ تکرارېږي خو له تازه ټپونو او دردونو سره.

XS
SM
MD
LG