د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ (اکټوبر۵مه) په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ماموریت د یو بل کال لپاره وغځوو.
تر پرېکړې مخکې د بشري حقونو نږدې سلو سازمانونو د بشري حقونو له شورا غوښتي وو چې د بینټ ماموریت تمدید کړي. د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو د دې اقدام هرکلی کړی دی.
د بښنې نړیوال سازمان وویل چې دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د بحثونو دوام ته سترګې په لار دي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د ایرلنډ استازي، لارنس سیمز د اروپايي ټولنې په استازیتوب د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت او د ریچارډ بینټ د ماموریت د غځولو په اړه د (L8) پرېکړه لیک د تصویب لپاره وړاندې کړ.
ښاغلي سیمز زیاته کړه،" طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان د ښځو او نجونو غږ خاموش کړي. موږ نه شو کولای دا وضعیت ومنو. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د [افغان ښځو او نجونو] غږ د نړیوالو هڅو، په ځانګړي ډول د دې شورا، په مرکز کې پاتې شي."
په ملګرو ملتونو د جاپان استازي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د «ژورې اندېښنې» په څرګندولو سره وویل چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض «نهادینه» شوی دی.
جاپان له طالبانو غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي، پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي، او د هغوی د بشري حقونو بشپړ او برابر رعایت تضمین کړي.
چین چې د طالبانو د حکومت له ملاتړو څخه بلل کېږي، د دې پرېکړه لیک د تصویب لپاره یې له موافقې رایې ورکولو ډډه وکړه؛ خو له طالبانو یې وغوښتل چې د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، اساسي حقونه تضمین کړي.
د چین استازي همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې «قاطع او اغېزمن» اقدامات وکړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د خپل ماموریت له تمدید وروسته د بشري حقونو له شورا څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د بشري حقونو د دفاع لپاره به خپل کار ته دوام ورکړي.
د بېنېټ ماموریت په داسې حال کې وغځول شو چې د جرمونو نړیوالې محکمې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د کابینې د دوو وزیرانو د نیولو حکمونه اعلان کړل.
د طالبانو حکومت، سره له دې چې د دوی تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ دی، څو ځله ویلي چې د افغانستان د وګړو حقوق د اسلامي شریعت له مخې تأمینېږي.
فورم \ دبحث خونه