د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو مدافع ټولنو د طالبانو ځپونکي تګلارې وغندلې


د بشري حقونو لسګونو‌ ټولنو او سازمانونو پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د "بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه جدي او مخ په زیاتېدونکي سرغړونې" غندلې او د نړیوالې ټولنې څخه یې د اغیزمن ځواب غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې، په ځانګړې توګه د هغوی د کار، زده کړې او ټولنیزو آزادیو له حق څخه انکار او همدارنګه په افغانستان کې د لږکیو له بشري حقونو څخه سرغړونې د نړیوالو بشري حقونو او قوانینو د څخه د سرغړونې په توګه یادونه شوې ده.

د بشري حقونو دغو ټولنو ویلي، سره له دې چې په هېواد کې کړکېچ ته د نړیوالو پام کم شوی او د نړیوالې ټولنې پر وړاندي د طالبانو فعالیت عادي معلومیږي، خو دوی به په افغانستان کې د دغې ډلې(طالبانو) د جنایتونو او له بشري حقونو د سرغړونو جدي پيښو ثبتولو ته دوام ورکړي.

په اعلاميه کې همدا راز د طالبانو په زندانونو کې د بشري او ټولنیزو حقونو او مدني فعالانو د بند د دوام‌ پر مسلې اندېښنه ښودل شوې ده. دغو سازمانونو ویلي چې په افغانستان کې یو زیات شمېر فعالان پټ ژوند کوي او د طالبانو له خوا د نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.‌ همدارنګه هغه فعالان چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي د شړلو او له جدي مالي ستونزو سره مخامخ دي.

د بشري حقونو دغو ټولنو ویلي چې پر طالبانو باید د نړیوالې ټولنې له خوا فشار راوړل شي چې د بشري حقونو سرغړونې او د ځپلو تګلارې پای ته ورسوي او د نړیوالو قوانینو له مخې د بشریت ضد جرمونو په ګډون د دغې ډلې له خوا د ترسره شویو جرمونو حساب کتاب وشي.

اعلامیه زیاتوي: "نړیواله ټولنه باید د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې کلک او اغیزمن ګامونه پورته کړي، ترڅو له دې لارې پر دغې ډلې فشار راوړل شي چې له غچ اخیستو لاس واخلي او هغه کسان چې دوی په زوره نیولي‌دي، خوشې کړي. "

همدارنګه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د شواهدو د څېړلو او راټولولو لپاره د حساب ورکولو له قوي میکانیزم څخه کار واخلي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغځوي.

دغو سازمانونو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې هغه افغانان چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د اجباري ستنېدو له خطر سره مخ دي، درېیم هېوادونو ته دې انتقال کړي.

که څه هم په تیرو دوو کلونو کې هیڅ هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د بشري حقونو دغو سازمانونو ویلي چې پر افغانستان واکمن طالبانو د بشري حقونو د تړونونو او کنوانسیونونو په ګډون چې افغانستان لاسلیک کړي دي، د نړیوالو تړونونو په رعایت کولو مکلف دي.

د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو نړیوال فدراسیون، د ازادۍ خونه(فریډم هاوس) بنسټ او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ د دې ګډې اعلامیې له لاسلیکونکو څخه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG