د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل کې د سینګارتونونو د ښځینه کارکوونکو لاریون ځپلی دی


په کابل کې د ښځینه سینګارتونونو د کارکوونکو په ګډون د ښځو د ۲۰۲۳ د چهارشنبې جولای ۱۹ لاریون
په کابل کې د ښځینه سینګارتونونو د کارکوونکو په ګډون د ښځو د ۲۰۲۳ د چهارشنبې جولای ۱۹ لاریون

کابل کې د سینګارتونونو د کارکوونکو په ګډون یوه ډله معترضو میرمنو د طالبانو لخوا د سینګارتونونو د بندیدو د پریکړې خلاف لاریون کړی چې وروسته د طالبانو د امنیتي ساتونکو له تاوتریخوالي سره مخ شوی دی.

دغو ښځو د چهارشنبې د ورځې له غرمې دمخه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) په کابل کې د طالبانو د حکومت د دغې پریکړې سره د مخالفت لپاره د لاریون په ترڅ کې "زمونږ څخه کار مه اخلئ" او د ډوډۍ، کار، ازادۍ او عدالت" شعارونه ورکول.

امریکا غږ ته په رسیدلې یوې ویډیو کې د طالبانو امنیتي ساتوونکي په هوايي ډزو او د اوبو په پاشلو سره ددغه لاریون مخه نیولې ده.

د لاریون یوې ګډونکوونکې رسنیو ته په یو استولې ویډیويي پیغام کې ویلي، چې طالبانو د لرګیو، برقي ډنډو، اوښکې بهوونکي ګاز او هوايي ډزو څخه د دوی د لاریون د ګډوډولو لپاره کار اخیستی دی.

دغې میرمن، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي: "نجونې یې ووهلې او وډبولې او موبایلونه یې هم ورڅخه واخیستل".

همداشان یوې بلې لاریون کوونکې وویل، چې طالبانو د یو شمیر ښځینه سینګارتونونو کارکوونکې نیولي دي او د پولیسو په رنجر موټرو کې یې له ځان سره بیولي دي.

دغې معترضې میرمن وویل: "مونږ تر ډیره په کوڅو کې منډې وهلې زمونږ نورې همکارانۍ یې ونیولې په موټر کې واچولې، نه پوهیږم، چې د کوم برخلیک سره به مخ شي، ټولې یې یوړي".

دا لومړی ځل نه دی، چې په کابل کې د ښځو لاریون د تاوتریخوالي سره مخ کیږي په تیرو نږدې دوو کلنو کې ډیر ځلې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د ښځینه لاریون کوونکو لاریونونو ته په هوايي ډزو ځواب ورکړی دی.

د سینګارتونونو ښځینه کارکوونکو ددې وړاندې هم په کابل کې اعتراضي غونډې جوړې کړې وې، خو په ننني لاریون کې د نورو غوڼډو پرتله ډیرو ښځو ګډون کړی و.

طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د جولای څلورم ( چنګاښ ۱۳) د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د شفاهي امر له مخې په ټول افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو خاوندانو ته خبر ورکړی و، چې د یوې میاشتې په موده کې دې خپل فعالیتونه بند کړي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د سینګارتونونو د بندیدو په اړه له خپلې پریکړې دفاع کړې او ویلي دي، چې د دغو سینګارتونونو ځینې کړنې د شریعت په خلاف وې.

ددغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د جولای شپږم ( چنګاښ ۱۵) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د سینګارتونونو ځینې فعالیتونه د شرعي ستونزو ترڅنګ د کورنیو لپاره یې د خدمتونو مصارف هم ملاماتوونکي و.

ښاغلي عاکف ویلي: "یو دا چې د هیواد په دغه ناوړه اقتصادي حالت کې هلته ډیر اصراف و او د ځلمي په کور باندې ډیر زیات بوج و، چې پیسې ترې اخیستل کیدلې او دوییم دا و، چې هلته د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده، چې د یو انسان لپاره د نورو ویښتان د زینت لپاره لګول کیږي هلته ښځو ته نور ویښتان لګول کیدل او درییم دا چې هلته د ښځو وریځې ایستل کیږي ، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی".

همداشان ښاغلي عاکف د سینګارتونونو د بندیدلو یو بل علت په سینګارتونونو کې د اودس د ځای نشتوالی ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د سینګارتونونو د بندیدلو په اړه خپله پریکړه دې بیرته واخلي.

د ملګروملتونو د ښځو د چارو اجرائیوي مشرې سیما بحوث په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځینه سینګارتونونو د بندیدو اقدام ته په غبرګون کې د جولای اووم (چنګاښ ۱۶) د خپل ټویټر په پاڼه د طالبانو د حکومت دا اقدام په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه یو بل شاته تګ یاد کړی دی.

میرمن بحوث ویلي: " افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو بندیدل د ښځو د حقونو پر وړاندې یو شاته تګ دی او د عام ژوند څخه د ښځو د حذفولو په برخه کې یوه بله هڅه ده. ښځې باید د افغانستان د راتلوونکي برخه اوسئ".

د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د دې پرېکړې په هکله ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به افغانستان نور هم له انزوا سره مخ کړی.

میرمن امیري د خپل ټویټر په پاڼه لیکي: ''د ښځو په سينګارتونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو د کار لپاره یو بل مُهم ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره زیار باسي. له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي، او افغانستان په یو بې رحمه او په نړۍ کې ډیر منزوي شوي ځای اړوي."

تراوسه په دقیق ډول څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت ددې اقدام څخه به څومره ښځې د اقتصادي پلوه زیان وګوري، خو د افغانستان د ښځینه سينګارتونو د ټولنې مشرې میرمن نادیه سلطاني خبریالانو ته ویلي، چې په ټول افغانستان کې تر ۱۲ زرو پورې ښځینه سينګارتونه فعالیت کوي، چې له دریو زرو څخه زیات یې یوازې په کابل کې فعالیت کوي.

طالبانو نږدې دوه کاله کیږي، چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې کړي دي. ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم شتون شرط هم لګولی دی.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض یاد کړی او د طالبانو څخه یې ددغو ټولو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتني کړي دي .

طالبان وايي پرېکړې یې د "شریعت او افغان فرهنګ" په اساس دي، خو یو شمېر اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترې غوښتي چې په ښځو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG