د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه د ښي اړخ افراطیانو په مخنیوي کې سوکه روانه ده


د لندن د مسلمانانو د فتوی شوری مشر یزداني رضا د جون په څلورمه په لندن کې له یولړ بریدونو نه وروسته په مظاهره کې برخه واخیستله.
د لندن د مسلمانانو د فتوی شوری مشر یزداني رضا د جون په څلورمه په لندن کې له یولړ بریدونو نه وروسته په مظاهره کې برخه واخیستله.

د برتانیې مسلمانان پر حکومتي چارواکیو غږ کوي چی د ښي اړخ دافراطیانو د تشدد مخه ونیسي. ددوشبنې په ورځ د لندن نه بهر د فینزبري پارک پر جومات د برید په ترڅ کې یو تن ووژل شو ا و یوولس تنه نور زخمیان شول.

په دغه برید کې مشکوک برید گر 47 کلن سپین پوستيډرین آزبورن په خپل وان موټر باندی په لمونځ غاړو برید وکړ.

په برتانیه کې د ښي اړخو افراطیت او ترهرگري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

مشکوک برید گر مخکې له دینه چې خپل وان موټر د لندن د فینزبري پرجومات ور ولي، په لوړ اواز وویل " ټول مسلمانان ووژنئ!". تردې دوه ورځی مخکې یوه مدني فعال فیاض مغل دبرتانیې حکومت تهددې بریدونو دخطر خبرداری ورکړی و.

د ټېل ماما تنظیم موسس فیاض مغل وايي" زه فکر کوم حکومت ددغه رازخطرونو په لیدلو او دهغو منابعو په تشخیص کې سوکه روان دی چې داخطرونه ترینه منځته راځي. دغه منابع هره ورځ د مسلمانانو خلاف داحتمالي تشدد لپاره ماحول برابروي.

د فیاض مغل "ټېل ماما تنظیم" د مسلمانانو خلاف دبریدونو رپوټونه ورکوي. هغه وايي دمسلمانانو خلاف تیره میاشت په مانچستر کې له بریدنه وروسته د کرکې او جسمی تشدد جرایم پنځه چنده زیات شوي دي.

د برتانېې مدني فعال فیاض مغل وايي دا بریدونه ټولنیزې او یقینا ذهنی اغېزې لري. په ټولنه کې د " هغوی او زموږ "طرزفکر تولیدوي. دا ډیر ستونزمن کار دی ځکه ترهگر او افراطیان له همدې نه کار اخلي.

د لندن د جومات برید د ښي اړخ د افراطیانو له هغه برید نه یوکال وروسته پېښ شو چې د برتانیی د پارلیمان غړې جوکاکس ېې ووژله. رسنۍ وايي د ښي اړخ د افراطیانو فعالیتونهچی د حکومت د مخنیوي پروگرامونو په نښه کړی دي، په سلو کې دیرش زیات شویدي.

دنارټ همټن پوهنتون د ترهگرۍ ماهر پال جکسن وايي د ترهگرۍ د مخنیوي پروگرام پر اسلامي آفراطیتډیر تمرکز کوي، حکومت له همدې نه کار اخلي چی د ډیر ښې اړخ او افراطی ښې اړخ له ستونزو سره مقابله وکړي؛ خو زه فکر کوم چې پکارده دیته پروگرام ته بیا کتنه وشی.

نقادانمحافظه کارې رسنۍ اوسیاستوال په دې کې پړبولي ځکه چې هغوی دمسلمانانو خلاف بحران پېدا کوي.

د ترهگرۍ ماهر پال جکسن وايي زه فکر کوم چی ددې مسایلو ترمنځ یوه اړیکه شته ده ځکه عام طرز تفکر داسې ښکاري چې د مسلمانانوخلاف ډیرو افراْطی اعمالو ته په عادي نظر گوري.

د کارگر مخالف گوند له حکومت نه غوښتنه کړی ده چې " دمخنیوي پروگرام" باندې دوېم ځلي کتنه وکړي . له بل پلوه حکومت هم په دې ټینگار کوي چې د ترهگرۍ د هرډول اعمالو د مخنیوي او چارې کولو ته متعهد دی.

له بل پلوه، په واشنگټن د هغې وژل شوې ځوانې نجلې نابراحسنین لپاره د یادگار په توگه کېښودل شویو گلانو ته د جون په یوویشتمه اور ور واچول شو.

دهغې لپاره په موقتی ډول د گلانو او پوسترونو یادگار جوړ شوی و خو د چارشنبی په سهاراور واچول شو. پولیسو په واشنگټن ډي سي کې ٢۴ کلن جانتن سالومن په دې اړه د تخریب کاری په تور نیولی دی.

د وژل شوې نابره حسنین لپاره ایښودل شویو گلانو ته د چارشنبې په سهار د جون په ٢١ مه په واشنگټن کې اور اچول شویدی.
د وژل شوې نابره حسنین لپاره ایښودل شویو گلانو ته د چارشنبې په سهار د جون په ٢١ مه په واشنگټن کې اور اچول شویدی.

نابره حسنین اولس کلنه وه ا و د ویرجینیا ایالت د سترلنگ په ولسوالی کې اوسېدله. د پولیسو له قوله نوموړی د یکشنبی په شپه له جومات نه کورته تلله چې د توپ په ډنډه باندې له وهلو نه وروسته مړه شوله.

د نابره حسنین قاتل ٢٢ کلنډاروین مارتینېز نیول شوی او پولیسو په قتل تور کړی دی. د نابره حسنین په مرگ باندې همټولنیزورسنیو شور او غوغا جوړه کړیده او له پولیسو نه غواړی چې ددې پېښې تفتیش د کرکې د جرم په توگه وکړي.

دهغې دکورنۍ غړي وايی چی نابره حسنین او نورو نجونو چې له هغې سره وې د برید په وخت کېټیکري په سر کړي وو او حجابونه ېې اغوستي وو چې دابرید پېښ شو، خو پولیس دا پېښه دیني کرکه نه بولي.

XS
SM
MD
LG