د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: اسلامي هیوادونه باید طالبان د بشري حقونو رعایتولو ته وهڅوي


د افغان ښځو اوبشري حقوقو په برخه کې  د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو اوبشري حقوقو په برخه کې  د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي همکارۍ سازمان له استازو څخه غوښتي چې طالبان د بشري حقوقو رعایتولو ته وهڅوي.

نوموړې د سعودي عربستان مرکز جده کې د اسلامي همکاریو هیوادونو سازمان له استازو سره تر لیدنې وروسته له اسلامي هیوادونو څخه غوښتي چې له طالبان سره د بشري حقونو د رعایت برخه کې حساب وکړي.

اغلې امیري نن شنبه ۱۹ (سلواغې ۳۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسلامي همکاریو سازمان لومړی باید طالبان د بشري حقونو رعایتولو، د ښځو او نجونو د کار او تعلیم او په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د هغوی فعالیت ته د اجازې ورکولو په برخه کې تر پوښتنې لاندې ونیسي.

د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه زیاته کړې چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان باید د «ټول شموله حکومت» جوړولو او د هغو کسانو نه مجازات کولو په اړه چې د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي پر طالبانو فشار راوړي.

اغلې امیري زیاته کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره یې د افغانستان د بشري بحران د هواري په اړه د یاد سازمان د همکاریو په اړه هم خبرې کړي دي.

د افغان ښځو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي چې بشري حقوق او بشري مسائل له یو بل سره اړوند دي او په خبره یې باید د دواړو لپاره هڅې وشي.

په افغانستان کې د نظام تر بدلون او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته شوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او ترڅنګ یې د مېرمنو د کار ساحه محدوده شوې ده.

طالبانو پر کابل تر حاکمیت وروسته ژمنه کړې چې د ښځو د کار او زده کړې حقوق به د اسلامي شریعت له نظره تطبیق شي.او د تیر حکومت ټولو مامورینو ته یې عمومي عفوه اعلان کړې ده.خو لا هم یو شمېر مېرمنې د خپلو حقوقو نقضېدو په اړه اندېښنې ښيي.

د مېرمنو د حقوقو نړیوالو بنسټونو تر دې مخکې د مېرمنو په اړه د طالبانو پر پالیسو انتقاد کړی و او ویلي دي چې د مېرمنو د کار او تعلیم ساحه محدوده شوې او په دې برخه کې د هغوی حقوق نقض شوي دي.

د نړیوالې ټولنې استازو تر دې مخکې له طالب استازو سره لیدنه کې له هغوی څخه په افغانستان کې د بشري حقوقو د رعایتولو غوښتنه کړې ده.

نړیوالې ټولنې تردې مخکې همدارنګه په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو د لاسته راړونو پر خوندیتوب باندې هم ټینګار کړی دی. او ویلي دي چې باید په دغه هیواد کې د بشري حقوقو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونود حقوقو احترام وشي.

طالبانو روانه میاشت په ګرم سیرو ولایتونو کې پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل او همدارنګه یې ویلي چې په نوي کال کې به ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG