د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې وچکالي؛ پولیس په اصفهان کې له اعتراض کوونکو سره ونښتل


د ایران وچ شوی زاینده رود
د ایران وچ شوی زاینده رود

د ایران پولیس د اصفهان په ښار کې د هغو کسانو سره نښته وکړه چې د څو ورځو راهیسې یې د هغه څه په وړاندې مظاهرې کولې چې وایي حکومت د وچکالۍ پر وړاندې اقدام نکوي.

په ټولینزو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګانې ښیي چې پولیس د اعتراض کوونکو د شړلو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار اخلي.

یو شمیر فعالینو په ټولنیزو رسنیو کې د زاینده رود په وچه شوې ساحه کې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ اخ و ډب ویډیوګانې خپرې کړي.

ددغو تصویرونو تر څنګ د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوي تصویرونه هم د ایران په دغه مرکزي ښار کې ناارامۍ انځوروي.

د بشري حقونو فعالینو همداشان د اصفهان ښار په کوڅو کې د ورته ناارامیو ویدیوګاني خپرې کړې دي.

د ایران د فارس نیمه رسمي اژانس رپوټ ورکړی چی د پولیسو قوي شتون پدې ښار کې د شاوخوا ۵۰۰ راټول شویو کسانو اعتراض پای ته ورساوه.

د تسنیم نیمه رسمي خبري اژانس د رپوټ له مخې ناپیژاندو کسانو له اصفهان څخه نورو ښارونو ته د اوبو رسولو غزیدلې نل لیکې ته زیان رسولی دی.

دا مظاهرې داسې وخت کیږي چې د اصفهان یو شمیر اوسیدونکو د انټرنیټي خدماتو د مختل کیدو خبر هم ورکړی دی.

د ۲۰۱۹ کال د مظاهرو په ترڅ کې هم چې د تیلو د بیو د لوړیدو په غبرګون کې شوې وې انټرنیټي خدمات غوڅ شوي وو؛ هغه مظاهرې چې د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې په کې ۳۰۰ کسان وژل شوي وو.

له دې سره سره د ایران حکومت له بزګرانو سره ژمنه کړې چې د هغو تاوانونو غرامت به ورکړي چې د وچکالۍ په وجه ورته رسیدلي دي.

ایران د ۳۰ کالو راهیسې د وچکالۍ له ستونزې سره مخامخ دی، خو د ملګرو ملتونو د غذا او کرڼې د سازمان د رپوټ په اساس دغه ستونزه په تیرو لسو کلونو کې نوره هم جدي شوې ده.

د ایران د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې پدې هیواد کې شاوخوا ۹۷ فیصده خاوره د وچکالۍ له مختلفو پړاونو سره مخامخ ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د بزګرانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د اوبو هغه نل لیکه ماته شوه چې هر کال یې شاوخوا ۵۰ میلیون متر مکعب اوبه ګاونډیو ولایتونو ته لیږدولې.

XS
SM
MD
LG