د لاس رسي وړ اتصالات

مسوت اوزیل له نړیوال فوټبال سره خدای په اماني وکړه


مسوت اوزیل
مسوت اوزیل

د جرمني د ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي مسوت اوزیل نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري دویمه) له مسلکي فوټبال څخه تقاعد اعلان کړ.

مسوت په ۲۰۱۴ کال د جرمني د فوټبال د ملي لوبډلې په اتلولۍ کې مهم رول ولوبوه، خو کله چې جرمني په ۲۰۱۸ کال کې په روسیې کې له نړیوال جام څخه ووت، دی بیا په نړیوالو لوبو کې ډېر ونه لیدل شو.

مسوت وویل: «له ډېر فکر کولو وروسته، زه له مسلکي فوټبال څخه خپل تقاعد اعلانوم. ما دا ویاړ لره چې تقریبآ ۱۷ کاله د فوټبال نړیوال لوبغاړی وم او اوس یې د هغه فرصت له کبله منندوی یم.»

دغه ۳۴ کلن لوبغاړي د جرمني په ملي لوبډلې سربېره، د ریل مادرید او ارسنال د فوټبال کلبونو ته هم لوبې کړي دي.

هغه ویلي دي چې په دې وروستیو کې ژوبل شوی هم و او بالاخره یې وخت رسېدلی و چې «د فوټبال دا لوی سټیچ پرېږدي».

اوزیل په جرمني کې زېږېدلي خو کورنۍ یې د ترکیې ده.

XS
SM
MD
LG