د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي


د ماین چاودنې سیمه
د ماین چاودنې سیمه

د پکتيا پوليس وايي چې د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي دي.

د پکتيا د پوليسو وياند حيات الله نظامي احمدزي نن یکشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) امريکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ګردېز د څلورمې امنيتي حوزې اړوند په رباط سیمه کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.

نوموړي وويل چې په دې پېښه کې په موټر کې ناستې دوې ښځې، يو ماشوم او يو سړی وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللی دی.

د حيات الله نظامي احمدزي په وينا، دغه څلور واړه وژل شوي ملکيان د مختلفو کورنيو غړي دي.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو د پوليسو وياند ښاغلي احمدزي يې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله.

احمدزي دغه راز زياته کړه، چې په ياده سيمه کې پوليسو نن څلور کړۍ ماينونه کشف او خنثی کړي هم دي.

XS
SM
MD
LG