د لاس رسي وړ اتصالات

غور او پکتیا کې شپږ افغان سرتیري وژل شوي ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په غور ولایت کې له طالبانو سره نښته کې درې افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالبصیر قادري امریکا غږ ته وویل چې لسګونو وسله والو تیره شپه د مرغاب ولسوالۍ په «سومک او پشت رود» سیمو کې پر امنیتي پوستو برید وکړ چې په وینا یې اوس هم نښته روانه ده.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې د خلکو د معلوماتو په اساس تر اوسه درې افغان سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل که چیري سیمې ته تازه دمه ځواکونه ونه لېږل شي، دا احتمال شته چې ولسوالي د وسله والو طالبانو لاسته ورشي.

پر همدې مهال د غور د امنیه قوماندانۍ ویاند معروف رامش هم د یاد ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښته تائیدوي.

ښاغلی رامش وايي، تر دامهاله په دغه نښته کې لسګونه وسله وال طالبان مړه او ټپیان شوي او زیاتوي چې اوس مهال خال ـ خال ډزې روانې دي.

هغه همدارنګه وویل چې تازه دمه کمکي سرتیري هم مرغاب ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د یو بل خبر له مخې د پکتیا ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ۲۰۳ تندر قول اردو درې سرتیري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې دوه نور سرتیري ټپيان شوي هم دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ايمل مومند امريکاغږ ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د حسن خېلو په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د ملي اردو د اکمالاتو کاروان له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

XS
SM
MD
LG