د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه پاکستاني سرتیري د سړک غاړې بم په چاودنې کې وژل شوي


د بلوچستان آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د پوځ د موټرو په کاروان چاودنه دوي کړې.
د بلوچستان آزادۍ جبهې ادعا کړې چې د پوځ د موټرو په کاروان چاودنه دوي کړې.

په پاکستان کې چارواکو شنبه جنوري ۱۳ ( مرغومي ۲۳) ویلي چې د بلوچستان په ولایت کې د پوځ موټرو کاروان سره نږدې د سړک غاړې بم په چاودنې کې لږ تر لږه پنځه سرتیري وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې چاودنه د بلوچستان ولایت کیچ په ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې سرتیري د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره تللي و.

په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو درې "ترهګر" هم وژلي خو دا یې ندي ويلي چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي و.

د بلوچستان آزادۍ جبهې په نامه ډلې په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې د پوځ په موټرو دا برید هغوي کړی.

دا او نورې بلوڅ بیلتون غوښتنکې ډلې د بلوچستان خپلواکۍ لپاره جنګیږي.

د بلوچستان په ولایت کې دې چاودنې څخه وړاندې پوځ ویلي چې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې څلور وسله وال وژلي چې دوه قوماندانان هم پکې شامل دي.

پوځ دا ندي ویلي چې پدې عملیاتو کې د کومې ډلې غړي وژل شوي خو پدې دواړو ولایتونو کې چې د افغانستان سره ګډه پوله لري، د پاکستان په پوځ او امنیتي سرتیرو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي، بریدونه ډیر شویدي.

سره لدې چې د اکثریت بریدونو د کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډله او بلوڅ بیلتون غوښتونکي کوي خو د داعش – خراسان څانګه هم په دواړو ولایتونو کې فعالیت لري او وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو د بریدونو کولو ادعاوې کوي.

پاکستاني چارواکي وایي چې تیر کال د وسله والو په بریدونو کې نږدې پنځه سوه د امنیتي ځواکونو غړي او په همدې شمیر عام خلک د وسله والو په بریدونو کې وژل شویدي.

سره لدې چې پاکستان ادعا کوي د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي او نور وسله وال چې د دې هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه د بریدونو بندوبست کوي خو په افغانستان کې طالب چارواکي دا تورونه نه مني او وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG