د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ مېرمنې او درې ماشومان وژلي


د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي سیمه کې نن د پنجشنبې په ورځ سهار نهه بجې( زمري درییمه) د واده مراسمو ته پر تلوونکي یو موټر د سرک غاړې ماین چاودنه شوې چې چارواکي وايي د یوې کورنۍ شپږ مېرمنې او درې ماشومان پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل" په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي دي او د یوې مېرمنې په ګډون پنځه سړي ټپیان دي."

د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چې روغتون ته یې پنځه ټپیان ور وړل شوي دي چې دوه یې مېرمنې، دوه ماشومان او یو سړی دی.

نوموړی وايي د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د سیمې یو اوسېدونکي سید جلال امریکا غږ ته وویل چې دغه ډاډسن پک اپ موټر کې ناست خلک ټول د یوې کورنۍ غړي وو چې نژدې کلي کې یوه واده ته پر لاره وو.

نوموړی وايي چې د دغې کورنۍ له چا سره بدي نه لرله.

تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG