د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې یو ماین پاکوونکی وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي


Children take the Oath of Allegiance as they become U.S. citizens during a citizenship ceremony at The Bronx Zoo, in The Bronx borough of New York City.  Thirty-two children, ranging in age from 5 to 13 years old, attended the ceremony and became citizens.
Children take the Oath of Allegiance as they become U.S. citizens during a citizenship ceremony at The Bronx Zoo, in The Bronx borough of New York City.  Thirty-two children, ranging in age from 5 to 13 years old, attended the ceremony and became citizens.

د افغانستان په سویل کې د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې یو ماین پاکوونکی وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د زابل پولیس وايي، پېښه نن د دوشنبې د ورځې سهار شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ماین پاکوونکو یوه ډله د خپل د کار سیمې ته د تګ په حال کې وه او د سپرلۍ موټر یې د سړک غاړې پر ښخ شوي ماین وربرابر شو.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فواد عسکري امریکا غږ ته وویل، پېښه د کلات ښار په شمالي څنډه د جارلا په نوم سیمه کې د ملي اردو د دوهمې لوا یوې قرارګاه سره نږدې رامنځ ته شوې ده.

د فواد عسکري پر وینا د پېښې قُربانیان ټول ماین پاکوونکي او د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکي دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل، ماین پاکوونکو د زابل د نوي هوايي ډګر د جوړیدو سیمه له تیرو جګړو څخه د پاتې شويو ماینونو له وجود څخه پاکوله.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي وايي، د پېښي له ځای څخه دوی ته د ویوه وژل شوي کس جسد او ۸ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

دی د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بولي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG