د لاس رسي وړ اتصالات

وکیل: بیلز به د مرګ نه د بچېدو په خاطر اعتراف وکړي


د رابرټ بیلز په نوم د هغه امریکایي خورد ضابط مدافع وکیل چې پروسږکال د کندهار ولایت په دوو کلیوو کي د ١٦ ملکي وګرو په قتل تورن شوی دی، ویلي دي چي نوموړی به د دې لپاره چي خپل ځان د مرګ د سزا نه وژغوري، په خپل جرم رسما اعتراف وکړي او په دې سره به یې نوره محاکمه د جون په ۵ په يوې پوځي محکمې کي له سره پيل شي.

د خورد ضابط رابرټ بیلز یو مدافع وکیل جان هنري بروني وویل چې نوموړی به د واشنګټن ایالت په مرکز سیاټل کې د پوځي محکمې د قاضي په مخ کې خپل جرم ومني او اعتراف به وکړي چي د مخکينی پلان سره سم يي د پنجوايي ولسوالۍ په دوو کليو کې ١٦ کسان وويشتلي او وژلي دي.

((دا خبره مونږ اعلان کړله او د پوځي محکمې سره موافقې ته ورسېدلو چې پوځ به يې د اعدام نه صرف نظروکړي ، په بدل کې به يي نوموړی په خپل جرم اعتراف کوی اوبيا به ورته محکمه د قيد سزا اوروي.))


ټاکل شوې چې پوځي محکمه به د سپټامبر په مياشت کې پريکړه وکړي چي ايا د قيد د مودې دتيرولو نه وروسته هغه په ضمانت باندې د خوشې کيدلو حق لري او که نه.

پوځي څارنوالان وايي چې رابرټ بيلز قصدا شپاړس کسان ووژل او هم دا چې بې له اجازي نه په پټه توګه د خپل پوځي کمپ نه وتلی و. پوځي څارنوالانو خورد ضابط بيلز په دې هم تورن کړی دی چي ځيني ملکي وګړی يې ويشتلي او څو تنه يې په خپله پشقوزه او د ټوپک په برچي باندې وهلي دي چي په دې جمله کی يي ٩ تنه کوچني ماشومان شامل وو.

دامريکا پوځ وايي چي رابرټ بليز دا حمله دغچ اخيستلو په خاطر وروسته دهغې وکړله چي په خپله په جنگ کې ډير سخت زخمي شو.

خو مدافع وکيل يې پوځي محکمي ته دا دليل وړاندی کړی دی چې کله رابرټ بيلزد پنځم ځل لپاره افغانستان ته وليږل شو، نو ډير سټری و او دمخکيني زخم په وجه يي اعصاب خراب شوی و.

د امريکي دAP خبري اژانس د رابرټ بیلس له خوا د وژل شوو کسانو د کورنيو دغړو له قوله وايي که نوموړی اعدام نه شو نو هغوي به ورنه خپل غچ په خپله واخلي. دامريکا پوځ د ١٩٦١ ميلادي کال نه تر اوسه پوري يو عسکر هم د قتل په جرم اعدام کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG