د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې روبات د انتقالاتو لپاره د موټرو په ځای کارول کېږي


امریکايي شرکتونه د روباتونو په سیالۍ اخته دي
امریکايي شرکتونه د روباتونو په سیالۍ اخته دي

په امریکا کې د روبات جوړولو شرکتونه په دې لګیا دي چې داسې روباتونه نور هم زیات تولید کړي چې په ترانسپورټ کې ترې کار واخیستل شي.

د موټرو جوړولو شرکتونه د موټرو د جوړولو په سیالۍ اخته دي، خو د غذايي موادو او نورو شیانو د انتقال لپاره هم د روباتونو د جوړولو چټک کار روان دی.

د کیوي په نامه د روباتونو د تولیداتو د یو شرکت مسئول ساشا آیتسینا وايي:"زموږ کوچني روباتونه د ښار په پیاده رونو ګرځي او خلکو ته خواړه انتقالوي، د موټرو له خوا د خوړو د انتقال پر ځای چې په یوه ساعت کې دوه تر درې فرمایشونه انتقالوي، موږ کولی شو له شپږو تر اتو پیرې هم ووهو."

د دي تر څنګ داسې تیلیفوني اپلیکیشنونه هم جوړ شوي چې پېردونکي پرې له رستورانتونو څخه خواړه فرمایش کوي او تر ټولو جالبه یې دا چې په رستورانتونو کې هم روباتان کار کوي او د ميلمنو مېزونو ته د هغوی خواړه انتقالوي.

روباټ
روباټ

د کیوي روباتونه له موانعو څخه د ځان ساتنې او په وخت باندې د فرمایش د رسولو په خاطر په شپږ کمرو او داسې سنسرونو چې واټن اندازه کولئ شي، مجهز دي.

روباتونه د شپې له خوا د کیوي شرکت مرکز ته ځي او هلته یې د لاښه فعالیت لپاره مراقبت کېږي.

د روبات د خوندیتوب د څارنې لپاره د کولمبیا په پوهنتون کې یو ټیم د هغوی هر حرکت څاري.

ساشا آیتسینا وايي:"دغه ټیم په اصل کې د خلکو یوه ډله ده چې د ګیم وهونکو په څیر ناست وي او روبات له لرې څاري چې له کوم شي سره ټکر ونه کړي."

که څه هم د روباتونو له خوا د خوړو انتقال په ظاهر کې ډېر ساده ښکاري، خو که په اصل کې د ۳۵ دقیقو په موده کې د خوراکي موادو د یوه فرمایش انتقال ته وګورو نو ویلی شو چې روباتونه په راتلونکي کې د انسانانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ډیر ګټور ثابتېدلی شي.

XS
SM
MD
LG