د لاس رسي وړ اتصالات

په سنګین کې د واده پر کور لگیدلي توغندی ٣٥ تنه وژلي


د هلمند ولایت د افغانستان د ناارامو ولایتونو له ډلې څخه دی
د هلمند ولایت د افغانستان د ناارامو ولایتونو له ډلې څخه دی

د هلمند د ولایتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تیرې شپې د خونړۍ پېښې په اړه يې تحقیقات پیل کړي تر څو معلومه کړي چي د واده پر مراسمو لګیدلی توغندی د کوم لوری توغول شوی دی.

د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې تیره شپه د سنګین د ولسوالۍ د بای زو په سیمه کې په یو کور کې د واده پر مراسمو د توغندي د لګیدو په پېښه کې ٣٥ تنه وژل شوي او ۶٧ تنه نور ټپیان شوي دي چې د وژل شویو او ټپیانو لویه برخه ښځې او ماشومان دي چې اکثره یې میلمانه وو.

د هلمند مرکز لښکرګاه ته په راوړل شوي ټپیا چې کثریت یې ښځې او ماشومان دي دا مهال د ایمرجنسي په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

عیني شاهدان وايي چي د سنګین د ولسوالۍ د میان رودي د بای زو په کلی کې د دغي پېښي په وخت په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته روانه وه چي د جګړې له میدان څخه یو توغندی د واده د مراسمو په ځای ولګید او مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه .

د سنګین د ولسوالۍ د انکشافي شورا رئیس حاجي عبدالله امریکا غږ ته ویلي چې په دغه پیښه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۶۳ تنه نور ټپان شوي دي.

ښاغلی عبدالله وایي چې د ۲۵ وژل شوو جسدونه او د لسو نورو مړو قبرونه یې هغه هیئت ته ښودلی چې د لشکرګاه نه د پیښې د پلټنې لپاره سنګین ته ورغلی دی.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار امریکاغږ ته وويل چي د تیرې شپې د دغې پېښې په اړه يې پلټنې پیل کړي دي.

په سیمه کې شمیر کسانوادعا کړې چې توغندی د افغان پوځ د سرتیرو له لوري توغول شوی دی. هغوی ددغې پیښې د پلټنې لپاره سیمي ته د حکومت د حقیقت موندنې هیئت ورتګ غوښتنه هم کوي.

سنګین د هلمند یوه له تر ټولو نا ارامه ولسوالیو څخه ده چي له تیرو ۴ میاشتو راهیسې پکښې د مخالفو وسلوالو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې رواني دي.

پدغه سیمه کې د روانو جګړو له امله په سلګونو کورنیوله خپلي مینو نورو خوندي سیمو ته کډه کړې ده.

پدغوجګړو کې په سل ګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

که څه هم تر اوسه پوري لا څرګنده نه ده چي توغندۍ د جګړې د کوم لوري لخوا څخه ویشتل شوی وو ، خو دافغان حکومتوسله والو مخالفینو د یوه تلیفوني پیغام له لاري پر پېښه خفګان ښودلی او د پیښې مسولیت یې په افغان امنیتي ځواکونو اچولی دی.

جمهور رئیس غني د سنګین په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړې او ددغې پیښې د پلټنې امر یې کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني امر کړی چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یو ګډ صلاحیت لرونکی هیئت دې سیمې ته سفر وکړي او دغه پېښه دې له نږدې څخه په جدي توګه وڅیړي.

دا بیان وایي چې د افغانستان جمهور رئیس د هلمند والي او نور سیمه ایز چارواکي ته چې د پېښې سیمې ته ورغلی، لارښوونه کړې چې د قربانیانو له کورنیو سره دې بیړنې مرستې وکړي او د ټپیانو د درملنې لپاره دې لازمه پاملرنه وکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG