د لاس رسي وړ اتصالات

په لښکرګاه د توغندیو برید یوماشوم وژلی


په لښکرګاه د توغندي د چهارشنبې د ورځې برید یو ماشوم وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دي.
په لښکرګاه د توغندي د چهارشنبې د ورځې برید یو ماشوم وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي دي.

د هلمند ولایتي جارواکي وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر مرکز د لښکرګاه په ښار دوه توغندي ویشتلي چې له امله یې یوماشوم وژل شوی او دوه نورټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې نن سهار څه باندې ۹ بجې وسله والو دوه غوندي پر لښکرګاه ښار ویشتلي چې یو يې د دغه ښارد دوهمي حوزې اړوند د ترافیکو له چوک سره لګیدلی دی.

ښاغلي ځواک وویل، چې پدې پېښه کې یو ۱۴ کلن ماشوم چې له سیمې څخه تیریده وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي .

د هلمند د والي ویاند وویل، چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

د توغندیو دا برید هلمند ولایت ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبداللهله سفر یوه ورځ وروسته شوی دی.

پرون ماښام ناوخته اجرائیه رئیس په لښکرګاه کې له ولسي مشرانو سره خبرو کې وويل چي د هلمند دولایت مرکز لښکرګاه د امنیت لپاره به ځانګړي ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان اجرائیه ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالله عبدالله د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د قومي مشرانو سره هغوی ته په نږدې ورځو کې د لښکرګاه د امنیت د ښه کیدو لپاره د یو لړ اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG