د لاس رسي وړ اتصالات

پر کابل ښار ۱۰ راکټونه ویشتل شوي


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي نن شنبه سهار پر کابل ښار لس راکټونه ويشتل شوي دي٠

د دې وزارت وياند طارق آرین ډسمبر۱۲(لېندۍ۲۲) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې دغه راکټونه د "لب جر" سيمې څخه د يو سراچه موټر نه وار شوي٠

د هغه په وينا درې راکټه د هوايي ډګر سره، پنځه د نهمې امنیتي حوزې اړوند «هواشناسي» هستوګنې سیمې، یو یې «زن اباد» او یو بل راکټ د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند"خواجه رواش" سيمه کې لګېدلی دی٠

ارين وايي، نور راکټونه مرګ ژوبله نلري، خو وايي، یوازې خواجه رواش کې د لګېدلي راکټ له امله يو تن وژل شوی او دوه ټپي شوي دي.

تر دا مهاله د دغه راکټي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د روانې لېندۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم د څلورمې او اوولسمې حوزې له مربوطاتو څخه پر کابل ښار ۲۳ راکټونه ویشتل شوي و.

د افغان چارواکو په وینا د یادو راکټونو له امله ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي و.

پر کابل ښار د تیرو راکټي بریدونو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی و.

تر دې مخکې هم له موټرو څخه په استفادې پر کابل ښار راکټونه توغول شوي دي، د ولسمشر غني د لوړې مراسمو پرمهال هم پر کابل ښار شپاړس راکتونه توغول شوي و.

XS
SM
MD
LG