د لاس رسي وړ اتصالات

پر کابل ښار ۲۳ ویشتل شوي راکټونه پر کومو سیمو لګېدلي؟


کابل ښار یوه برخه
کابل ښار یوه برخه

نن شنبه سهار ۸:۴۰ دقیقې د کابل ښار د څلورمې او اولسمې امنیتي حوزو مربوطاتو څخه ۲۳ راکټونه پر کابل ښار وویشتل شول.

د چارواکو په وینا یاد راکټونه د یادو حوزو له «تهیه مسکن» او چهار راهی مارکیت او چهار راهی ګل سرخ» سیمو څخه د دوو موټرو په واسطه پر کابل ښار توغول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین په وینا:"دغه راکټونه په لسمه حوزه، برج برق چهار قلعه، طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نژدې، چهار راهي ګل سرخ،صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي،سپین زر جاده، دوهمه حوزه کې ملي ارشیف ته نژدې او په یوولسمه امنیتي حوزه کې مریم لیسې او ۵۰۰ فامیلي سیمو کې لګېدلي دي."

د ښاغلي ارین د معلوماتو په اساس ویشتل شوي راکیټونه د کابل ښار په دوهمه، یوولسمه، نهمه، لسمه، پنځلسمه او شپاړسمه امنیتي حوزو کې لګېدلي دي.

د ویشتل شوو راکټونو له امله ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په دوهمه امنیتي حوزه کې پنځه راکټونه لګېدلي چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

په یوولسمه امنیتي حوزه کې څلور راکټونه لګېدلي چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

همدارنګه په لسمه امنیتي حوزه کې هم ۷ راکټونه لګېدلي چې له امله یې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په شپاړسمه امنیتي حوزه کې یو راکټ لګېدلی چې له امله یې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

په نهمه امنیتي حوزه کې یو راکټ لګېدلی چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.

او د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا په پنځلسمه امنیتي حوزه کې درې راکټونه لګېدلي چې چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي چې پر کابل ښار د ننیو توغول شوو راکټونو له امله یو یې په دغه سفارت کې هم لګېدلی چې په وینا یې له مالي زیان پرته ځاني زیان نه لري.

طالبانو ویلي چې دغه راکټونه دوی نه دي توغولي او بلې کومې وسله والې ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.

تر دې مخکې هم له موټرو څخه په استفادې پر کابل ښار راکټونه توغول شوي دي، د ولسمشر غني د لوړې مراسمو پرمهال هم پر کابل ښار شپاړس راکتونه توغول شوي و.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر کابل ښار ننني ویشتل شوي راکټونه غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

یو شمېر نورو سفارتونه هم پر کابل ښار ننني بریدونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG