د لاس رسي وړ اتصالات

د روهینگیا په وړاندې تاوتریخوالی په نړې کې د مسلمانانو غوسه راپارولې


په تیرو لسو ورځو کې له برما نه ١٢٥ زره خلک بنگله دیش ته کډه شوي دي
په تیرو لسو ورځو کې له برما نه ١٢٥ زره خلک بنگله دیش ته کډه شوي دي

د روهینگیا مسلمان اقلیت چې له څو نسلونو څخه په برما کې ژوند کوي، د برما د حکومت له د دغه هیواد د اتباعو په توگه په رسمیت نه پیژندل کیږي.

د دغه مسلمان اقلیت ځیني خلک چې په دې وروستیو کې له پولې هخوا بنگلدیش ته یا نورو هیوادونو ته تښتېدلي هم په ورین تندي یې هرکلی نه کیږي.

د برما له اقلیت مسلمانانو سره نړیواله خواخوږي مخ په زیاتېدو ده او اکثر اسلامي هېوادونه د دې هېواد په راخین ایالت کې د دې مذهبي اقلیت په وړاندې، د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو غوښتنه کوي.

ایران د دوشنبې په ورځ د برما په راخین ایالت کې د روهینگیا د مسلمان اقلیت په وړاندې تشدد نژادي تصفیه وبلله او ترکیې د ټول وژنې نوم ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون په خپل ټوېټر پاڼه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه طرح تاییده کړه چې وايي، دا موضوع دې د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې مطرح شي.

په تیرو لسو ورځو کې ١٢٥٠٠٠ زره کسان د برما په راخین کې د جگړو له امله بنگله دیش ته تښتیدلي دي او د هغو ۴٠٠٠٠٠ روهینگیایی کډوالو سره یوځای شول چې له پخوا نه په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.

بنگله دیش پولې ته تازه رسیدلې روهینگیایي کډواله دلارا بیگم وایي چې قاچاقبر ورنه پنځه زره برمایي پیسې اخیستي چې د برما ناپورا گات یې ورسوي او بیا یې بنگله دیش ته د بیولو لپاره لس زره برمایي پیسې قاچاقبر ته ورکړي.

بنگله دیش بخپله یو بې وزلی هیواد دی او سلگونه میلیونه نفوس لري.

بنگله دیش په دې وروستیو کې روهینیگایي کډوال خپل هیواد ته ننوتو ته نه پریږدي او حکومت امر کړی چې نوي راغلي مهاجر بیرته برما ستانه کړي.

خو اوس بنگله دیش پلان لري چې د بنگال په خلیج کې له برما نه بېځایه شوي لسهاوو زره روهینگیایی مسلمانانو ته په لرې پرتې جزیرې کې ځای پر ځای کړي.

برما اکثریت بودایایي مذهبه دی او پکې ١٣٠ بیلابیل قومي ډلې ژوند کوي خو حکومت د روهینگیا د یو میلیون اقلیت په رسمیت نه پیژنې ځکه د هغوی په وینا دوی له نورو هیوادونو راغلي مهاجر دي.

د برما پوځي چارواکي او د روهینگیا وسلواله ډله دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنې او جنایتونو تورنوي.
د برما پوځي چارواکي او د روهینگیا وسلواله ډله دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنې او جنایتونو تورنوي.

په برما کې پوځي چارواکي او د روهینگیا وسلواله ډله دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنې او جنایتونو تورنوي.

د بنگله دیش په یو روغتون کې د روهینگیا د زخمیانو درملنه کیږي. یو زخمي کډوال محمد ارشاد وایي "مونږ باندې په سړک برید ندی شوی. مونږ خپلو کورونو کې و. عسکر زمونږ کورنو ته ننوتل او له یوه سره یې پر مونږ ډزې وکړې."

د برما د ازادیو مشهوره مبارزه او د نوبل د سولې جایزې گټونکې انگ سان سوچي د سږکال د اگست ٢٥ نه راپدیخوا چې په راخین کې د مسلمانانو په وړاندې تاوتریخوالی زور اخیستی په عام محضر کې خبرې ندي کړی.

هغې نه یوازې دا عمل یې غندلی ندی بلکې دا یې هم ویلي چې کیدای شي د بشري مرستو ډلې د تندلارو سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار د ډلې څخه فل روبرتسن وایي"زه فکر کوم چې انگ سان سوچي بشري خدماتو کارکونکو ته د پام وړ تاوان رسولی. دا د یوې شرمناکې نظریې ملاتړ دی چې مونږ په تیرو وختونو کې د پوڅ څخه اوریدلي و چې نړیوالې اینجوگانې یا د بشري مرستو کارکونکي ترهگریزو فعالیتونو کې لاس لري."

له څو ورځو راهیسي د بشري حقونو فعالین په برما، اندونیزیا، استرالیا او هند کې د روهینگیا اقلیت مسلمان په وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسولو لپاره مظاهرې کړې دي. په هند کې د روهنیگیا یو کډوال د خپلو خلکو د ملاتړ لپاره په مظاهرې کې وویل

"اوس هم یو لک خلک د راخین په غونډیو کې گیر پاتې دي او د بنگله دیش سرحد ته نشي اوښتی. هغوی په دغو غونډیو کې له لوږې مړه کیږي. ډوډۍ او اوبه نلري."

د برما حکومت د ملکي وژنو او د کورونو د سوځولو پړه، پر اسلامپالو وسله والو ډلو اچوي، خو د بشري حقونو څارونکې ډلې او روهینګیایان وايي، د برما پوځ غواړي د وژنو او کورونو د سوځولو د کمپاین په وسیله، دوی له خپلو مېنو اوباسي.

XS
SM
MD
LG