د لاس رسي وړ اتصالات

برما ته د روهنګیایانو شړلو اندیښنې پارولې دي


په نوي ډهلي کې روهنګیايي مهاجر
په نوي ډهلي کې روهنګیايي مهاجر

د لومړي ځل لپاره میانمار ته د اوو روهنګیانو شړلو د هغو څلویښت زرو روهنګیایانو ترمنځ اندیښنې رامنځته کړي دي چې په هند کې د هریانې په ایالت کې د مهاجرینو په کمپونو کې اوسیږي.

هند دغه اقدام په داسې حال کې کړی دی چې د نریندرا مودي په مشرۍ د هغه هیواد هندو ملتپاله حکومت د غیرقانوني مهاجرینو په اړه یو سخت دریځ غوره کړی دی، خو روهنګیايي مهاجرین په خپل هیواد کې د خپل خوندیدتوب په اړه ویره لري.

هند د پنجشنبې په ورځ د مانیپور په ایالت په یوه سرحدي سیمه کې د روهنګیايي مسلمانانو لومړۍ ډله د میانمار چارواکو ته وسپارله.

تیر کال هند هغو روهنګیایانو ته د وتلو امر کړی و چې هغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ننوتلي دي.

د هند سترې محکمې چې په هند کې یې ددغو کسانو د پاتې کیدو وروستۍ غوښتنه رد کړه وویل چې د هغوی د ایستلو اجازه یې ځکه ورکړې چې میانمار هغوی د اتباعو په توګه منلي دي.

خو د هند د بخښنې سازمان د حکومت پر دغه پریکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه اوه کسان ښايي د میانمار حکومت د بشري حقونو د سرغړونو له ګواښ سره مخامخ شي.

میانمار ته د روهنګیایانو شړل اندیښنې پارولې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

​شاوخوا اوه سوه زره روهنګیایان بنګله دیش ته تښتیدلي دی، په داسې حال کې چې څلویښت زرو نورو یې د هند په ځینو برخو کې پناه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG