د لاس رسي وړ اتصالات

د روهینګیا مهاجر میانمار ته له ستنېدو ډډه کوي


د بنګلادېش او میانمار ترمنځ د هوکړې له مخې، په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ (نوامبر ۱۵) د روهینګیا مهاجرو لومړی کاروان د بنګلادېش له سرحد څخه میانمار ته واوړي، خو هېڅوک ستنېدو ته حاضر نه شول.

له څه باندې ۱۵۰ مهاجرو څخه غوښتل شوي وو چې نن بېرته په راخین ایالت کې خپلو مېنو ته ستانه شي.

په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې ۷۰۰۰۰۰ روهینګیا مسلمانان د میانمار د پوځیانو د تشدد له وجې له راخین ایالت څخه بنګلادېش ته مهاجر شول.

شاخوا ۱۰۰۰ مهاجرو په خپلو کمپونو کې مظاهره کړې او ویلي چې بیرته میانمار ته نه ستنېږي.

د بنګلادېش د کډوالو کمېسیون مشر عبدالکلام ویلي چې د توافقاتو په اساس ډاکا نشي کولي مهاجر په زور بېرته ستانه کړي.

د بشري حقونو سازمانونو له میانمار او بنګلادېش څخه غوښتي چې د مهاجرو ستنول بند کړي.

"بې پروا حرکت"

د بخښنې نړېوال سازمان د روهینګیا مهاجرو ستنول "یو بې پروا حرکت بللی چې ژوند ته خطر پېښوي."

د بشري حقونو د څار ډلې د مهاجرو د څانګې مشر بېل فريلیک ویلي چې د مهاجرو له رضایت پرته د هغوي ستنولو ته ممکن نړېواله ټولنه عکس العمل وښیي.

د روهینګیا مهاجر میانمار ته له ستنېدو ډډه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

XS
SM
MD
LG