د لاس رسي وړ اتصالات

د رخشانې د سنګسار کیسه


د رخشانې د سنګسارولو یوه لنډه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده
د رخشانې د سنګسارولو یوه لنډه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده

نولس کلنه رخشانه په وړکتوب کې د بل په نوم شوې وه خو وروسته اته پنځوس کلن سړي ته واده شوه.

د غور والۍ سيما جوينده وايي چې په سنګسار وژل شوې روخشانه له کوچنيوالی څخه د يو هلک په نوم شوې وه خو کله چې یو څه لویه شوه نو د خپلې خوښې له یو ٢٣ کلن ځوان سره هرات ته وتښتيده.

د میرمن جوینده په وینا، له تيښتې څه موده وروسته رخشانه د خلکو په منځگړتوب بيرته خپل کلي او کورته راوستل شوه، خو د ژمنې برخلاف په آرامه پرې نښودل شوه. کورنۍ او مشرانو پریکړه وکړه چې رخشانه باید یو پنځوس کلن، ددوه ښځو خاوند سړی ته واده شي.

رخشانی د نکاح پر وخت بيا بيا ځلی غږ کړې چې نکاح ته راضي نه ده خو چا يی خبره نه وه اوريدلې. هغه له واده يوه شپه وروسته د خپلې خوښې ځوان سره د تيښتې په حال کې د غلمين په سيمه کې د څو ټوپکوالو له خوا ونيول شوه او بیا وروسته د یوې صحرایي محکمې د پریکړې په اساس سنگسار شوه.

د غور والي ویلي چې رخشانه د طالبانو تر واک لاندې سیمې کې ووژل شوه خو تر دې دمه جوته نده چې آیا طالبانو د هغې په سنګسارولو کې ونډه لرله که نه.

د رخشانې کورنۍ او خاوند يې هم تر اوسه څه ندي ويلي خو ولسمشر محمد اشرف غني یو پلاوي ته دنده سپارلې ده چې د دې پیښې په اړه پلټنې وکړي.

په افغانستان کې ګڼو دیني علماوو، د مدني ټولنو فعالینو او د ښځو د حقونو ډلو د رخشانې سنګسار غیراسلامي او غیر انساني عمل او یو جنایت بللی دی.

XS
SM
MD
LG