د لاس رسي وړ اتصالات

راس ولسن: د بریدونه پیل کوونکي طالبان دي، نه افغان پوځ


په کابل کې د امریکا شازدافیر راس ولسن.
په کابل کې د امریکا شازدافیر راس ولسن.

په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر راس ولسن طالبان په افغانستان کې د تشدد په زیاتیدو ملامت کړل او دا ډله یې تورنه کړله چې د دوحې د سولې د تړن نه یې سرغړاونې کړي.

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د تشدد تازه پیښو ته په اشارې ښاغلي ولسن د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې د جګړې پیل د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه بلکې طالبانو کوي.

ښاغلي ولسن ویلي، " د افغانستان اردو طالبانو پسې نده تللې، بلکې طالبانو په افغان امنیتي ځواکونو، د ملکیانو د اوسیدو په ځایونو، په بازارونو او ښارونو کې په ملکي خلکو بریدونه کړي او په نښه کړي یې دي."

راس ولسن د طالبانو په چلند "مایوسي" ښودلې او د افغانانو په خلاف د تشدد د پیښو ډیریدل یې د نه منلو وړ بللي.

دې امریکایي چارواکي اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې "قوي ځواک" یاد کړ او زیاته یې کړه چې د کابل د شکر درې ولسوالۍ په یو جومات او د دشت برچي په سیمه کې د نجونو په ښوونځي بریدونه یې د همدې ډلې کار وباله.

خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د دې ډلو شتون پدې معنی ندی چې "طالبان وبښل شي" ځکه د راس ولسن په قول طالبان يا په مستقیمه توګه په تشدد کې لاس لري او یا د "تروریزم د موجویت سره په ژوره توګه لاس لري."

سره لدي چي طالبانو بریدونو کې لاس لرل رد کړي او داعش یې د کولو ادعا کړې، خو د افغانستان حکومت معمولاً ددې بریدونو ملامتي په طالبانو اچوي ځکه حکومت وایي چې داعش ډله دوه کاله وړاندې د ننګرهار په ولایت کې چې قوي مرکز یې و، سخته وځپل شوه.

خو په افغانستان کې د تشدد د ډیریدو سره سره، د امریکا شارزدافیر وایي واشنګټن لا هم هیله لري چې یوه سوله ایزه نتیجه به تر لاسه شي.

هغه وایي" زمونږ هڅه دا ده چې داسې یوه سیاسي موافقه وشي چې د اوربند سبب شي او جګړه د تل لپاره بنده شي."

خو کارپوهان پدې باور دي چې دا کار خورا ستوزمن دی ځکه طالبان په افغانستان کې اسلامي امارت غواړي چې مشري به یې د مذهبي شورا مشران کوي. جمهور رئیس محمد اشرف غني بیا ټینګار کوي چې انتخابات د هیواد سرنوشت ټاکي او امریکا بیا د ملي یووالي حکومت غواړي.

XS
SM
MD
LG