د لاس رسي وړ اتصالات

بې‌پولې خبریالانو د افغان خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی


Afghan Journalists
Afghan Journalists

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې (RSF) د افغانستان رسنیو ته د طالبانو ګواښ غندلې او په دغه هیواد کې یې د خبریالانو د ژوند پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) په یوه اعلامیه کې، یو شمیر رسنیو ته ګواښ کړی، که په یوه اونۍ کې د دوی پر ضد تبلیغات بند نه کړي، نو د نظامي هدف په توګه به ورباندې بریدونه وکړي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو دغه ګواښ ته په غبرګون کې، له افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په ځانګړي ډول زلمي خلیلزاد څخه غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د ایران او افغانستان لپاره د دغې ټولنې استازي رضا معیني ویلي: "په غیرنظامي اهدافو او له دې جملې پر خبریالانو او رسنیو برید کول د جنګي جنایت ښکارندوي کوي. موږ یو ځل بیا هغه هیوادونه چې له طالبانو سره مذاکرات کوي دې ته رابولو چې له دغې ډلې څخه په رسمي ډول وغواړي، چې نړیوالې ژمنې او بشري حقونه او له دې پورته د ژنیو کنوانسیون ومني او رعایت یې کړي".

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتي، چې پر خپلو څارګرو او نظامي بنسټونو نظارت وکړي، ترڅو د ځان په ګټه له رسنیو څخه استفاده ونکړي.

دغې ټولنې په افغانستان کې ناامني د خبریالانو لپاره د اندیښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره د امریکا د سولې د مذاکراتو هڅې په دغه هیواد کې د جګړې پر وضعیت اغیزه نه ده کړې.

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې شمیرې ښيي، چې په افغانستان کې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۵ پيښې ثبت شوي دي.

په دغو پيښو کې پر خبریالانو برید، د هغوی ګواښل، وهل او ډبول او د رسنیو ویجاړول شامل دي.

XS
SM
MD
LG