د لاس رسي وړ اتصالات

ملیشو په سودان کې په یو کلي باندې برید کې ۸۵ تنه وژلي دي


عیني شاهدانو او چارواکو شنبه اګست ۱۷ ( زمري ۲۷) ویلی چې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو په یو کلي باندې په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۵ تنه وژلي او څه باندې ۱۵۰ نور یې ټپي کړیدي.

په وژل شویو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي. دا په سودان کې د پوځ او ملیشو تر منځ اتلس میاشتنۍ شخړې کې د ظلم تازه پیښه ده چې د کلیوالو سره کیږي.

د سودان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو د ملیشو غړیو په بې وسلې کلیوالو "چوټ اندازه" ډزې وکړلې ځکه هغوي دا ملیشې نه پریښودې چې ددې کلي څخه نجونې او میرمنې وتښتوي او جنسي تیری پرې وکړي.

دا پیښه د سودان مرکزي ولایت سینار د ګالګاني په کلي کښې شویده.

د سیمې دریو اوسیدونکو مطبوعاتو ته ویلي چې د RSF جنګیالیو د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ په کلي یرغل یوړ، لوټ او تالان یې وکړ او د خلکو کورونو او عامه ځایونو ته یې اور واچاوه.

د چټک ملاتړ ملیشو په غړیو د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې په ټول هیواد کې د ډله ایزې وژنو، جنسي تیریو او نورو ناوړه سرغړاونو تورونه لګول شویدي.

په سیمې کې د یو روغتیایي مرکز کار کوونکي د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو څو غړیو پدې کلي د برید کولو کوښښ کړی و خو کلیوالو یې پر ضد مقاومت کړی و او په دویم برید کې ګڼ شمیر ملیشو ناڅاپه پدې کلي یرغل وکړ چې کلیوالو یې مخه نشوی نیولی.

د سیمې یو بل تن بیا ویلي چې د ملیشو لومړنیو وسله والو د بیرته تګ څخه وروسته سلګونه ملیشې چې اتوماتیک ټوپک او نورې درنې وسلې ورسره وې، په موټرو کې پدې کلي یرغل وکړ او هرې خوا ته یې ډزې کولې.

د آر اس ایف یو ویاند پدې پیښې د تبصرې کولو لپاره د اې پي خبري اژانس غوښتنې ته لا ځواب ندی ویلی.

په سودان کې دا تازه برید داسې وخت کې کیږي چې ها خوا متحده ایالاتو کوښښ کوي د ملیشو او سودان پوځ تر منځ د سولې خبرې بیا پیل کړي.

پدې خبرو کې د سعودي عربستان، مصر، متحده ایالاتو، افریقایي اتحادیې او ملګرو ملتونو دیپلوماتان برخه لري. خبرې د سویس د ژنیو په ښار کې کیږي چې آر اس ایف هم خپل یو استازی ور لیږلی خو په خبرو کې یې برخه ندې اخیستې.

د سودان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام پیریلو د جمعې په ورځ د اکس په شبکې کې لیکلي چې د RSF ملیشې استازي په خبرو کې د برخې اخیستو لپاره چمتو دي او د سودان وسله والو ځواکونو یې غوښتي چې په خبرو کې د ګډون پریکړه وکړي.

په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو پر بنسټ، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.

د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG