د بې پولې خبریالانو سازمان یا RSF په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د رسنیو د آزادۍ او د خبریالانو، په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو، د امنیت لپاره وضعیت په جدي ډول خراب شوی دی.
دغه سازمان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د آزادۍ د شاخص په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د رسنیو د آزادۍ د محدودولو لپاره له شلو څخه زیات لارښودونه او په ولایتونو کې ګڼ شمېر فرمانونه صادر کړي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مسوولې، سیلیا مخسي، ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو په منظم ډول افغانستان د معلوماتو په "زندان" بدل کړی دی.
هغې ویلي، هر نوی لارښود د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د فعالیت ساحه لا تنګوي، پر واکمنو د نیوکو بندیز اوس په قانون کې شامل شوی او سانسور یې په رسمي ډول قانوني کړی دی.
د مخسي په وینا، ښځینه خبریالانې پخخ عملي ډول د رسنیو له ډګر څخه ایستل شوې، بحثونه چوپ شوي چې پدې سره هر ازاد غږ له قانوني تعقیب سره مخ کیږي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې راغلي چې هغه لږ شمېر ښځینه خبریالانې چې لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي، له ګڼو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دي.
په دغو محدودیتونو کې رسمي سرچینو ته د لاسرسي نشتوالی، له محرم پرته د سفر محدودیت، په عامه رسنیو کې د کمرې مخې ته د راڅرګندېدو بندیز، په کاري چاپېریال کې جلاوالی او د مخ پټولو اجباري ډول پکې شامل دي.
راپور همداراز وايي، ښځینه خبریالانې له ځورونې، ټیټ معاش او ان د معاشونو د نه ورکړې سره هم مخ دي.
د RSF په وینا، طالبانو په تدریجي ډول پر ټول افغانستان بشپړ ایډیالوژیک کنټرول ټینګ کړی دی.
د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي چې د خبریالانو لپاره وضعیت هغه مهال لا پېچلی کېږي چې دوی له بېلابېلو حکومتي ادارو، په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور له وزارت، استخباراتو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د حکومت له رسنیو او اطلاعاتو مرکز څخه متضاد او محدودوونکي لارښوونې ترلاسه کوي.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په څو ولایتونو کې د تلویزیوني شبکو د بندېدو لامل شوی دی.
د RSF د جنوبي اسیا د څانګې مسوولې سیلیا مخسي ویلي، د رسنیو د کارکوونکو مجرم ګڼل کېدل د معلوماتو پر جریان د بشپړ کنټرول لپاره د چارواکو هڅه ده.
د هغې په وینا، سلګونه افغان خبریالان اړ شوي چې د ځپنې څخه د تېښتې، د خپل ژوند د ژغورلو او د خپل مسلک د دوام لپاره افغانستان پرېږدي.
د بې پولې خبریالانو سازمان له ترانزیټي او کوربه هېوادونو هم غوښتي چې د افغان خبریالانو پر وړاندې د ځپنې وضعیت او هغه خطرونه درک کړي چې د دوی جبري ایستل یا بېرته ستنول یې لري.
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، د ۲۰۲۴ کال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع کوي، په څو ولایتونو کې د تلویزیوني شبکو د بندېدو لامل شوی دی.
د دغه سازمان په وینا، یاد قانون دا محدودیت هم لګوي چې د ښځو غږ باید له کوره بهر ونه اورېدل شي، چې له امله یې ګڼې رسنۍ اړ ایستل شوي چې د ښځو اړوند ټول مطالب له خپلو خپرونو وباسي.
د بې پولې خبریالانو سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې غیررسمي سانسور هم په بېلابېلو لارو عملي کېږي.
د راپور له مخې، په ځینو ولایتونو کې خبریالان اړ دي چې خپلې لیکنې له خپرېدو مخکې د اطلاعاتو او کلتور اړوند ریاستونو ته وسپاري.
دغه سازمان وايي، طالبان کله ناکله د رسنیو په ادارو کې خپل کسان د کار لپاره ګماري، څو د رسنیو فعالیتونه وڅاري، او پر ټولنیزو رسنیو هم جدي څار روان دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، هغه خبریالان چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، د طالبانو د امنیتي ځواکونو او استخباراتو له لوري د احتمالي نیول کېدو له دوامدار ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان ادعا کوي چې د طالبانو استخبارات خبریالان په خپل سر نیسي، په انفرادي توګه یې ساتي او له څو ورځو څخه تر څو میاشتو پورې یې شکنجه کوي.
د بې پولې خبریالانو د سازمان په رپوټ کې راغلي چې هغه خبریالان چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي او یا په جلاوطنۍ کې دي، د جاسوسۍ او یا د طالبانو د حکومت د منفي انځور د وړاندې کولو له تور سره مخ کېږي.
د بې پولې خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه لارښوونې لغوه کړي چې د رسنیو آزادي محدودوي.
طالبانو تر اوسه د بې پولې خبریالانو سازمان د تازه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو چارواکو په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د کورنیو او نړیوالو بنسټونو نیوکې رد کړې دي.
د طالبانو چارواکي وايي، خبریالان او رسنۍ په افغانستان کې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم فعالیت کوي.
فورم \ دبحث خونه