د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادي هېوادونو (جي شل) د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د جمعې په ورځ [اکټوبر ۳۰مه] د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په وینا پیل شوه.
روبیو په خپلې پرانېستونکې وینا کې وویل چې جي شل باید د اقتصادي نظم له ګواښونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کار وکړي.
روبیو د نړیوالې انرژۍ او خوړو په اکمالاتو، د خوړو په بازارونو، نړیوالو اکمالاتي زنځیرونو، سوداګرۍ او د کښتیو په ازاد تګ راتګ ټینګار وکړ.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د غونډې برخه والو ته وویل چې په ګډو ګټو او همکاریو د جي شل غړي هېوادونه کولی شي نړیوال ثبات پیاوړی کړی او د خپلو خلکو اړتیاوې پوره کړي.
روبیو زیاته کړه: "په رېښتینو کړنو د خپلو ګډو ګټو په بدلولو سره موږ کولی شو نړیوال ثبات پیاوړی کړو او تر ټولو مهمه دا چې د خپلو خلکو لپاره د پام وړ پایلې ترلاسه کړو."
له بلې خوا، ټاکل شوې چې د عمومي ناستې ترڅنګ د هېوادونو استازي په جلا غونډو کې په دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر تر خپلې وینا وروسته په یو جلا بحث کې برخه واخېسته چې موضوع یې "جیوپولتیکي مسایل" و. سربېره پر دې ټاکل شوې چې روبیو د ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او د سویلي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر سره د همکاریو یو سند لاسلیک کړي.
په همدې حال کې، د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر۱۹مه] خبریالانو ته ویلي چې د اتلانتا په غونډه کې به پر انرژۍ او د عرضې پر زنځیرونو بحث وشي. چارواکي دا هم وویل چې سږ کال د جي شل په کچه د څلورو وزیرانو غونډو یو څه اجماع رامنځته کړې خو په میامي کې د دسمبر له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پورې د رهبرانو د غونډې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.
د ایران او اوکراین جګړې
کارپوهانو او دیپلوماتانو ویلي د اوکراین او منځني ختیځ د جګړو پر سر د ځېنو هېوادونو ژور اختلافات ښايي د بهرنیو چارو د وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډ اقدامات یا مشترکې بیانیې له ستونزو سره مخ کړي.
متحده ایالتونه سږ کال د جي شل مشري په غاړه لري او هڅه کوي چې خپل متحدين سره راغونډ او په ورته وخت کې د مهمو معدني توکو په برخه کې د چين د کنټرول پر وړاندې د مقاومت لپاره ائتلاف جوړ کړي، خو په منځني ختیځ کې حالات په خاص ډول د ایران او اوکراین جګړې د اندېښنې وړ بلل کېږي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس اتلانتا ته تر روانېدو مخکې د پنجشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې د جي شل په غونډه کې به د اوکراین د ملاتر موضوع مطرح کړي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي بیا د رهبرانو غونډې ته چې د روان کال په پای کې جوړېږي، انتظار باسي.
فورم \ دبحث خونه