د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې متحده ایالتونه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دي.
روبیو د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۳) د فلیپین په پایتخت مانیلا کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (اسیان) د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره تر لیدنې وروسته وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې په مناسب فرصت کې، د دې «بې معنا جګړې» د پای ته رسولو په برخه کې مرسته وکړي.
روبیو خبریالانو ته وویل: «هغه [د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ] په دې باور دی چې دا یوه احمقانه او بې معنا جګړه ده. که موږ د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره کوم رول ولوبولی شو، نو د متحدو یالتونو له ځواک او نفوذ څخه به کار واخلو.»
هغه زیاته کړه چې همدا پیغام یې په دوامداره توګه روسیې او اوکراین دواړو خواوو ته رسولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو په اوکراین کې د روسیې بریدونو او اوښتو ملکي تلفاتو ته اشاره وکړه او د سولې د یو تړون پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
روبیو وویل: «موږ د سولې یو تړون غواړو. موږ غواړو چې جګړه پای ته ورسېږي. موږ چمتو یو چې د جګړې د ختمولو لپاره تر خپلې وسې مثبت رول ولوبوو. او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره به داسې څه ته اړتیا وي چې هم روسیه او هم اوکراین پرې موافق وي.»
سرګي لاوروف هم وویل چې روسیه د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي او ډیپلوماتیکې حللارې موندلو ته تیاره ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، لاوروف روبیو ته ویلي چې مسکو د سولې هغې طرحې ته ژمن دی چې د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په الاسکا کې وړاندې کړې وه.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف له خبریالانو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکاف او د هغه سلاکار جرد کوشنر به د خبرو لپاره مسکو ته سفر وکړي.
بل خوا د اسیان په غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې هېواد یې لا هم په خپلو پلو کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ترهګریزو ډلو له ګواښونو سره مخ دی او زیاته یې کړه چې دغه ډلې لا هم د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي.
هغه وویل چې پاکستان له افغان طالبانو څخه تمه لري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې که دا ژمنې عملي شي، نو په جنوبي او منځنۍ اسیا کې به د سوداګرۍ، اړیکو او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ لپاره ستر فرصتونه رامنځته شي.
فورم \ دبحث خونه