د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: امریکا او هند د سوداګرۍ تړون لاسلیک کولو ته نږدې شوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۰) وویل چې امریکا او هند د سوداګرۍ د یو تړون لاسلیک کولو ته نږدې شوي دي.

روبیو دا څرګندونې هند ته د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې وکړې. هغه د ممبۍ په ښار کې له خپل هندي سیال سوبرامانیم جېشنکر سره تر کتنې وروسته ډاډ څرګند کړ چې دا تړون به "ډېر ژر" بشپړ شي.

روبیو وویل: «موږ ډېر، ډېر نږدې یو. زه به ووایم چې تر هغه حده نږدې شوي یو چې بل ګام د تړون لاسلیک کېدل دي. زما په اند یوازې یو څو محدود موارد شته چې وروستۍ بڼه غوره کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې هند ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه احتمالي نوي بندیزونه وځنډول چې له روسیې څخه د تیلو پېرونکي هېوادونه اغېزمن کوي چې هند هم په دې هېوادونو کې راځي.

روبیو، چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د نفتو د تصفیې له یوې هندۍ فابریکې څخه لیدنه وکړي، وویل هند د انرژۍ ترلاسه کولو لپاره د خپلو اکمالاتي سرچینو په پراخولو کار کوي او داسې تصفیوي تاسیسات لري چې د وینزویلا خام تیل هم پروسس کولی شي.

روبیو وویل: «هند په وار وار پخپله دا هیله څرګنده کړې چې د انرژۍ سرچینې متنوع کړي او دا د هوښیارۍ ګام دی. ښکاره خبره ده چې دا کار په یوه ورځ کې نه کیږي. زما په اند هند په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او موږ خوشحال یو چې دا ګورو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به هند ته د سفر پر مهال له سوداګرو سره هم وګوري او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه به خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG