د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې دا مهال اوکراین د 'سټارشیلډ سپوږمکۍ شبکو' ته لاسرسی نه لري او پدې برخه کې بحثونه لادمخه پيل شوي دي.
روبیو د شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۷مه] د ازبېکستان په شمول، شمېر اسیایي هېوادونو ته د خپل سفر له پیل کولو مخکې، په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې اوکراین هڅه کوي چې د سټارشیلډ شبکې ته لاسرسي ومومي.
د روبیو په وینا د سټارشلیډ د خدمتونو څخه د ګټې اخېستنې پر څرنګوالي خبرې اترې دوام لري خو د سټارلینک انټرنټ په تړاو واشنګټن کوم امر نه دی صادر کړی.
روبیو زیاته کړه: "سټارشیلډ یو جلا محصول دی. سټارشیلډ د امریکا له پوځ سره قرارداد لري او له اوکراین سره هېڅ تړاو نه لري. اوکراین غواړي چې سټارشیلډ ته لاسرسی ومومي. دوی اوس سټارشیلډ نه لري. دوی د دې لپاره د لاسرسي غوښتنه کړې چې په روسیه کې ژور بریدونه ترسره کړي."
سټارشیلډ یو پوځي سیسټم دی چې د ایلان ماسک د سپېس اېکس شرکت جوړ کړی او د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت ترې ګټه اخلي. سټارلینک بیا د انټرنټي خدمتونو جلا شبکه ده چې د اوکراین پوځ ته انټرنټي اسانتیاوې برابروي.
اوکرایني چارواکو تېره اونۍ وویل چې د سټارشیلډ شبکې ته یې لاسرسي پرې شوی او د سټارلېنک انټرنټي خدمتونه هم ځنډېدلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین پوځ د سټارلینک انټرنټ د سرعت د کمېدو له کبله ونشو کړای د روسیې د ډرونونو مخه ونیسي.
زېلنسکي د یکشنبې په ورځ د اېن بي سي د ټلوېزیوني شبکې سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې لاهم د سټارلینګ د انټرنټ سرعت ورو دی.
زېلنسکي په دغې مرکې کې ویلي چې واشنګتن له یوې لنډې وقفې وروسته، بېرته د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول، پیل کړي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د سټارلینک خدمتونو ته د اوکراین د نه لاسرسي مسؤلیت د ده او د سپېس اېکس شرکت د مشر ایلان ماسک په غاړه نه دی.
فورم \ دبحث خونه