د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، به د مونیخ امنیتي کنفرانس کې د متحدو ایالتونو د یو لوی پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې ده چې د مونیځ امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ټامي پېګوټ، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې روبیو به د درې ورځني کنفرانس پر مهال، چې د فبرورۍ په ۱۵ پای ته رسېږي، د یورو-اتلانټیک امنیتي چارو د برخې غړو همکارانو سره د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې وکړي.
پېګوټ زیاته کړې چې روبیو به وروسته براتیسلاوا او بوداپست ته سفر وکړي، څو د سلواک او هنګري چارواکو سره د نړیوالو شخړو د حل لپاره د متحدو ایالتونو پر ژمنې او همدارنګه له دواړو هېوادونو سره د امریکا د انرژۍ پر مشارکتونو خبرې وکړي.
د مونیخ د امنیتي کنفرانس مشر، ولفګانګ ایشینګر، د دوشنبې په ورځ، د دې کلنۍ غونډې په مراسمو کې د روبیو ګډون اعلان کړ. ایشینګر وویل چې تمه کیږي د متحدو ایالتونو د کانګرس له ۵۰ څخه زیات غړي په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.
د مونیخ امنیتي کنفرانس د نړیوال امنیتي سیاست د مهمو موضوعاتو په اړه د نړیوالو خبرو اترو لپاره یو مهم پلیټفارم بلل کېږي.
د دې کنفرانس تنظیموونکو ویلي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نږدې ۵۰ حکومتي او دولتي مشران لا دمخه تائید کړې وه چې په دې غونډې کې به ګډون وکړي.
دغې فورم همدارنګه تایید کړې چې د چک جمهوریت ولسمشر، پتر پاول، د سیرالیون ولسمشر، جولیس مادا بیو، او د جرمني لومړی وزیر، فریدریک میرس، د هغو نورو نړیوالو مشرانو له ډلې څخه دي چې په دې غونډې کې به ګډون وکړي.
دې فورم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سږکال غونډه به د وخت د مهمو بهرنیو او امنیتي ننګونو په اړه د لوړې کچې بحثونو ته زمینه برابره کړي.
فورم \ دبحث خونه