د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یکشنبه فبروري دویمه ( سلواغې ۱۴) د پاناما چارواکو سره په ملاقات کې ویلي چې د پاناما په کانال باندې د چین کنټرول "د منلو وړ" نه دی او که بدل نه شي، متحده ایالات به اړ شي چې د اوبو دې لارې ته د خپل لاسرسي خوندیتوب لپاره د "لازمو اقداماتو" څخه کار واخلي.
روبیو د پاناما جمهور رئیس هوزې راول مولینو او د بهرنیو چارو وزیر هاویر مارتینینز – اچا ته ویلي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پدې هکله"ابتدائي پریکړه" کړې چې د پاناما په کانال باندې د چین کمونیست ګوند اوسنۍ واکمني ددې کانال فعالیتونو لپاره ګواښ دی.
د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې پدې هکله جزیات ندي ورکړل شوي چې متحده ایالات د آرام سمندر او اتلانتیک سمندر تر منځ دې څه باندې ۸۲ کیلو متره کانال کې د چین د کومو کړنو په هکله اندیښنه لري، یا دا چې امریکا به څه اقدامات وکړي.
په اعلامیې کې دا هم ندي ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د پاناما چارواکو څه ډول ځواب ورکړی.
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جنوري میاشتې په ۲۰ مې د لوړې په مراسمو کې د وینا پر مهال ددې کانال یادونه وکړله او دا یې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ټیډي روزویلټ یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.
ټرمپ وویل چې دا کانال په "ناسنجیده توګه" پاناما ته ورکړل شوی.
جمهور رئیس ټرمپ پدې هکله وویل، " په دې اړه فکر وکړئ چې امریکا یې په جوړولو څومره پیسې ولګولې او ددغه کانال د جوړولو په جریان کې څومره وګړي مړه شول. دا زموږ سره یوه ناانصافي ده او دا کانال باید په سوغات کې نه وای ورکړل شوی. د پاناما کانال په اړه زموږ سره شوې ژمنې ماتې شوي دي. ددې کانال تړون او شوې ژمنې تر پښو لاندې شوې دي. له امریکايي بیړیو څخه له اندازې زیات فیسونه اخیستل کیږي او په هیڅ ډول عادلانه چلند ورسره نه کیږي چې په دې کې د امریکا د سمندري ځواکونو بیړۍ هم شاملې ده. له دې برسېره، چین د پاناما کانال چلوي. دا کانال موږ چین ته نه بلکې پاناما ته ورکړی، او موږ یې اوس بیرته ترلاسه کوو".
د پاناما جمهور رئيس ، مونیلو څو ورځې د مخه د دې کانال د چارو تنظیم په هکله چې د نړیوال سوداګریز لپاره په سمندر کې یوه مهمه لار ده ، د امریکا د نوي حکومت اعتراضونه رد کړي و.
د دې هیواد چارواکو همدارنګه ویلي چې د کانال مالکیت په هکله د متحده ایالاتو سره هیڅ ډول خبرې نشي کیدی او آن د دې هیواد ځینو اوسیدونکو د ټرمپ پلان پر ضد مظاهرې هم کړي.
د یکشنبې په ورځ هم چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په پاناما کې و، ددې هیواد نږدې ۲ سوه اوسیدونکو په پایتخت کې مظاهرې وکړلې، ملي بیرغونه ورسره و او "مارکو روبیو له پاناما څخه وباسئ" شعارونه یې ورکول.
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر به پدې سفر کې ال سلوادور، کاستا ریکا، ګواتامالا او ډومینیکن جمهوریت ته ولاړ شي او د دې لاتینې امریکا د جمهور رئیسانو سره به وګوري. دا په تیرو څه باندې ۱۰۰ کالونو کې لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو یو وزیر خپل لومړنی بهرنی سفر لاتینې امریکا ته کوي.
سره لدې چې کارپوهان وایي د سفر هدف پدې سیمې کې د چین اثر او رسوخ سره مقابله کول دي خو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو داسې مهال لاتینې امریکا ته تللی چې له یوې خوا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي د پاناما کانال باید بیرته امریکا ته ورکړل شي او بله دا چې دننه په امریکا کې د غیر قانوني کډوالو ایستلو لپاره پراخ عملیات پيل شوي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې چین ښایي یوه ورځ دا کانال وتړي او له همدې ګبله پدې کانال کې د چین کنټرول یو ګواښ دی خو د پاناما چارواکي وایي چې ددې کانال په مالکیت هیڅ ډول خبرې نشي کیدی.
فورم \ دبحث خونه